د هلمند ولايت چارواکي وايي، چي د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په موسی کلا ولسوالۍ کي د طالبانو پر دوو مهمو مرکزو هوايي بريدونه کړي دي او طالبانو ته يې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د تازه هوايي بريدونو په هلکه امريکايي ځواکونو هم ويلي، چي دا بريدونه يې په موسی کلا ولسوالۍ کي د طالبانو پر يوې غونډي کړی دی چي ګڼ طالب مشران پکی راټول سوي وه او پر هغه افغان ځواکونو يې د بريد پلان سمبالوی چي د ټاکنو په امنيت بوخت دي.
د چارواکو په وينا په دې بريد کي د طالبانو مهم مشران وژل سوي دي.
د امریکايي ځواکونو يوقومندان ډګرجنرال بینجامین ټي واټسن ویلي:
” د افغان ځواکونو د ملاتړ یوه لار مو د هغوی په ملاتړ پر مخالفانو هوايي ګوزارونه دي، چي افغان ځواکونه دا وړتيا ومومي چي د مخالفانو بریدونه پر شا وتمبوي.”
د بريد په هکله د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، دا هوايي بريدونه د هستوګني پر دوو کورونو سوي دي او دوی ته يې هيڅ ځاني تاوان نه دی اړولی.