ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د ايران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي پروګرام له تړونه وځي.
همدارنګه ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړ، که ايران بيا د اټومي وسلو دپروګرام کار پيل کړي د سختو عواقبو سره به مخ سي.
نوموړي خبريالانو ته وويل: “زه ایران ته توصیه کوم چي خپل اټمي پروګرام بيا پيل نه کړي. زه دوی ته په کلکه داسپارښتنه کوم. که یې چېري داسې وکړل، نو له سختو عواقبو سره به مخ سي.”
د ايران سره د امريکا دا تړون په ۲۰۱۵ کال کي وسو، چي له مخي به يې ايران د هستوي انرژۍ د غني کولو هڅي دروي او په مقابل کي به امريکا له ايران څخه يوڅه اقتصادي او سياسي بنديزونه ليري کوي.
خو ددې تړون سره د ټرمپ مخالفت دده د کمپاين يوه برخه وه او ويل يې د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې تړون سره غټه تېروتنه کړې ده.
بل خوا د ايران مذهبي مشر أيت الله علي خامنه اي ويلي، ټرمپ په خپلو خبرو کي درواغ وايي، د ايران حکومت ته يې ګواښ کړی چي دا به وسي ها به وسي، زه د ايراني اولس په استازيتوب وايم، چي ښاغلې ټرمپه ! تاسو تېروتنه کوئ.
روسيې، فرانسې او جرمني د ټرمپ پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې ده او دايې يو تېروتنه بللې ده.