په دې کلتوري غونډه کې شاوخوا شپږ زره افغانان او بهرنیان د افغانستان سفارت ته ورغلي وه او “Passport DC Around the World Embassy Tour” په نامه کلتوري نندارتون کي یې ګډون وکړ.
په واشنګټن کې د افغانستان کلتوري اتشه مجيد قرار د دې غونډې هدف بهرنیو ته د افغانستان د فرهنګ معرفي او په امریکا کې د میشتو افغانانو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی بولي.
د قرار په وينا دا ډول غونډې نړیوالو ته د افغانستان د غني فرهنګ هغه اړخونه رابرسیره کوي چې تر اوسه دوی ورسره اشنا نه دي.
محفل ته راغلو کورنیو او بهرنیو میلمنو د افغانانو له میلمه پالنې او متنوع فرهنګ ستاینه وکړه.
دوی د افغانستان خواړه ، جامې ، موسیقي، دودیزې لوبې ، اټن او نورې سرګرمۍ ډیرې په زړه پوري وګڼلې او افغانستان یې د لرغوني تاریخ درلودی هيواد یاد کړ.
نور ولي مل د غونډې یو تن افغان ګډونوال وایي:” په دې غونډه کې مې د ګډون لپاره اووه ساعته مزل کړی ، دا ډیر ښه پروګرام وو ، دلته مې خپل ډیر هغه ملګري چې په نورو ایالتونو کې اوسیدل او د لیدو موقع یې نه وه ولیدل. د سفارت له مسولینو ددې غوندې د جوړیدو له امله مننه کوم.”
غونډې ته یو شمیر راغلو امریکايي میلمنو هم وویل د نن ورځې له محفل څخه یې د افغانستان په اړه ډیر څه زده کړل.
په دې محفل کې چې د سهار له لسو بجو پیل او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسید، د عکاسۍ پر نندارتون او خوړو سربیره ، افغاني جامې او غالۍ ، زعفران او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې او فیشن شو، موسیقي ترسره شوه.
په کلتوري ننداره کې د افغانستان د هندوانو او سیکهانو د ټولنې ماشومانو هم کلتوري ننداره وړاندې کړه.