محمد موسی کرزی
د ۱۳۵۸ د جوزا ړومبۍ ورځې وی. زما دښوونځۍ ازموینې وی. زه په نهمه ټولګۍ کې وم. دشپی تر ډیره ناست وم او دسبا د ازموینی لپاره مې تیاری نیوله. کوم وخت چې خوب غلبه راباندې کړی وه او ویده اووښتئ وم، بیا نو نه یم خبر شوی چی عسکر او خلقې سربازان څه وخت زموږ پردیوالونو او بامونه راختلې وه او زما پلار یی له کوره بیولئ وو. په دغه شپه او راتلونکی ورځو کی د خلق حکومت زما دوه اکاکان ، دری د اکا زامنان او د کرز د کلی څه کم ۳۶ کسه بوتلل. ځنې یی په هغه شپه په ولایت کی دکندهار د والی انجینر ظریف او دځینو خلقې مامورینو له خوا د برچو او کونداغونو په وهلو شهیدان شول او یو څه دری میاشتی دکندهار په محبث کی بندیان وه او بیا تری تم شوه.د کلی او د خلقې حکومت تر منځ اختلاف پرسر شمیرنه وو. په هغه مجلس کې چې زموږ په لیسه کې جوړ شوی وو حکومت د ښځو او نارینو نومونه او عمرونه غوښتل خو دکلې خلک حاضر نه وه چې د ښځو عمر یا نوم په سر شمیرنه کې ورکړی. خو اصلا موضوع په سرشمیرنه نه وه. خلکو خلقې حکومت غیري اسلامې باله او باوریی نه پر درلود او حکومت هرمخالف د انقلاب ضد عناصر باله او د هغه بند یا فتل یی بیله محکمي مشروع باله. قاطع اکثریت ددغو شهیدانو او بندیانو باغوانان یا بزګران وه نه فیوډالان. دغو خلکو مسلح پاڅون لا څه حتی یو صلح ایزه پرلټ یی هم نه وو کړی. فقط دخبرو اختلاف وو خو خلقې حکومت د نظر د اختلاف زغم هم نه درلود. دا چې ولې دا لیونی حالت موږ ته راغئ چې یوی ډلې افغانانو د خپل کلې، ولسوالیو، ولایتونو او یا په مجموع کی د خپل وطن وګړې په دومره بی رحمی سره ووژنی او یا شکنجه او بندیان کړی زما د ژوند یو مهمه پوښتنه وګرځیده.
څو کلونه وروسته په ۱۳۶۳ کې چې زه کاناډا ته راغلم او په انګلیسی یو څه پوه شوم نو هر کتاب چی به می د افغانستان په باره کی په لاس راتله ما وایه. کوم وخت چې پوهنتون ته داخل شوم پوره یو کورس مې پر مارکسیزم واخیستئ څو پوه شم چې مارکسیزم څه شی دی او ولی دومره تشدد کوی. زما استاد مارکسیست وو او د مارکسیست په فلسفه کې یی نوشتی هم کړی وی. د کورس په دوهم لیکچر کې ولاړ شوم او له پروفیسر څخه مې وپوښتل چی ایا مارکس غوښتل چې په دومره تشدد چې دافغانستان پرخلګو وشو او یا یی په هغه وخت کې جریان درلودی مارکسیزم تطبیق کړی. د کورس په جریان او نوره مطالعه کې زه په دی پوه شوم چې د مارکس اصلی لیکنې او څیړنې پر سرمایه داری نظام وي. مارکس سرمایه داری، هغه چې موږپه پیړیو تری شاته پاته وو، د سوشالیزم او مارکسیزم لپاره شرط بلله.
هغه بالشویکان چې د روسیه ۱۹۱۷ د ګډوډی په وخت کې واک ته ورسیدل د خپل رژیم د بقا لپاره په روسیه کې او په نړیوال کچه د دویم نړیوال جنګ وروسته د سوړ جنګ سره په مبارزه کې ډول ډول تګلاری په مارکسیزم پوری وتړلی. دغه لارو ته عموما د سټالینیزم لقب ورکول کیده. سټالینیزم یو دولتي سرمایه داریي وه او دګوند غړي او دولتي مامورین، نه کاریګری طبقه، دامتیاز طبقه وه. په افغانستان او نورو دریمی نړی هیوادونو کې پخوانۍ شوروی اتحاد او امریکا د کلاینټ یا مشتري دولت په جوړلو کې د یو او بل سره په مبارزه بوخت وه. دپخوانې شوروی اتحاد تګلارو جوړونکو، څرنګه چې د شوروی د ړنګیدو وروسته د اسنادو څخه جوتیږی، په دې بلکل اګاه وه چې افغانستان یو زښته سنتی او په شاه پاته جامعه ده او دستالینیزم یا سویتیزم د پلې کیدو زغم نه لری خو دوی دخپلو سهیلی سرحداتو د ساتلو په خاطر او په سوړ جنګ کې د یو بل کلاینټ دولت د درلودلو په خاطر په افغانستان کې خلقیان او پرچمیان جوړ او حمایه کړل. خو د خلق د ګوند د مشرانو په خاصه توګه د نورمحمد تره کې لیدلوری د افغانستان لپاره څه وو. ایا دوی په مارکسیزم رښتیا پوهیدل؟ ایا دوی دغه خپله سنتی او تر شا پاته ټولنه په هغه اندازه پیژندل چی توقع ځنې کیدل؟
زما نظردادی چې تره کې او دافغانستان د خلق ګوند مشران په مارکسیزم صحی نه پوهیدل. بیله د ایران د تودي ګوند د لیکنو د ژباړي څخه، موږ د دوی څخه د خپلی ټولني هیڅ اصلی تحلیل او په هغه کې د مارکسیزم د پلی کیدو پر امکاناتو بحث او لیکني نه درلودي. تر مشرانو لاندي کدرونه تر دغه لا ضعیفه وه. مثلا په کندهار کې دا یوه مشهوره اصطلاح وه چې “خلقی عبارت دی د یوه جوړه بریتو او پنځو تاریخي دورو څخه” . احساساتي ویناوو، پروپاګنډو او شعارونو د پوهي او سړي سیني تحلیل ځای نیولی وو. خو مارکسیستي پوهی او افغانې ټولنیز تحلیل نورمحمد تره کې او دخلق مشرتابه ته علایده اهمیت نه درلود. دوی سوبټسټ وه. بعني هر څه چې دهغه وخت دشوروی اتحاد پا لیسي وای دوی باید هغه تعقیب کړی وای. تره کې او ملګرو یی د هغه مخالفت او تعصب په اساس چې د وخت دحکومت او ټولنی سره یی درلود، په نړیوال حامې پسی ګرځیده. ایډیالوجې بیا وروسته راغله. څرنګه چې امریکا پر افغانستان هغه وخت دومره دلچسپی نه درلوده او د شوروی په کمپ کې یی باله نو د وخت دوه قطبی نړی تره کې ته یوازی شوروی پریښوده. زما په اند د خلق ګوند دافغانستان د شاه پاتې او محافظه کاري څخه اګاه وو خو دشوروی په زور او طاقت ډیر غره وه، هغسی چې د طالبانو وروسته حکومت د امریکا په زور او طاقت بی حده ډاډمن وو. د خلق ګوند په دې باوري وو چې د شوروی مټه به ټول مخالفان له مینځه یوسي.
تر ډیره حده د داود خان حالت د تره کې و حالت ته ورته والۍ لرې. داود خان د خپلی صدراعظمی په وخت کښی لومړۍ غوښتل چې د امریکا تر حامیتوب لاندی دافغانستان نظامې او تولنیز عصریتوب په مخ بوزی. خو کله چې امریکا د پاکستان اړیکو ته تر افغانستان ترجیح ورکړه، نو داود خان د خپلو هدفونه لپاره و پخوانې شوروی ته مخ ورواړاوه. زه په دی باوری یم که چیری امریکا د خپل حمایت وزر داود خان ته غوړولۍ وای، داودخان به د ایران د شاه یا د ترکیه او پاکستان په شان د محافظه کاره دیکتاتور رژیم مشر وای نه چپی ډوله دیکتاتور رژیم. همدغه رنګه کوم وخت چې د محمد ظاهرشاه اساسی قانون د هغه پر کورنۍ ، د داود خان په شمول، دسیاسی قدرت رسمی دروازه تړی، او داود خان د ظاهر شاه په مخالفت راپورته کیږی، هغه دخلق د ګوند دغړو په مرسته کودتاه کوی. د داود خان نژدیوالۍ د خلق وګوند ته په دی معنا نه وو چې ده د هغوی پر تګلاره عقیده درلوده. داود خان غوښتل چې د یوی لنډی لاری لخوا واک ته ځان ورسوی او د خلق ګوند په حکومت کې یو قوی حامی غوښتئ. ایدیالوجې دواړو خواو ته مطرح نه وه. ددوی اړیکې پر دوه اړخیزه ګټو ولاړی وی.
د محمد داود د رژیم راهیسی دافغانستان د سیاسی مخورو کلاینټلیزم یا مشتریتوب شروع شو او د نورمحمد تره کې د رژیم په وخت کی یی او تر هغه راوروسته کلاینټلیزم رسوخ پیداکړی او ډیر معتبره سو ان تر دی چې د کی جی بی، سی آی ای او آی ایس آی په غړیتوب ځینو افغانان ویاړ کاوه او غوښتل یی چې ددغې لاری ځانته پلویان پیدا کړی. دمجاهدینو مشرانود نه حظور دلیل به اکثر وخت دا وو چې هغه د مقاماتو سره ګوری. په کویټه کی په عیسوی اتیامه لسیزه کې دا ما څو ځلې لیدلې دی چې دیو دفتر مشر به د مجلس څخه د مقاماتو د تیلیفون یا لیدلو په بهانه وایستل شو څو حاضر خلق تر ښه اغیزه لاندی راشی. مقامات همیشه یا د پاکستان فوځ وو او یا آی ایس آی . په عینی وخت کی ډیرو خلقیانو او پرچمیانو په دی ویاړل چې د کی جی بې غړی دی او روسی مامورینو ته نژدی دی. هر دګوند غړی چې به د شوروی رژیم خوښ وو دا نورو به کوښښ کاوه چې هغه ته ځان نژدی کړې. دغه دپردیو پراخه سیاسی نوکری زموږ په خلګو کې دومره عادې شوه چې حتی اوس ویل کیږې چې د پارلمان غړی، جنګ سالاران، محلي کومندانان او په کښته کچه سیاسی ډلې نړیوال حامیان لری. داسی مخور خلق سیاسی ایلیټ کیدای شی او په ښکاره توګه دي خو ملي سیاسی مخوریا ایلیټ نه شی کیدای. پردې برسیره زموږ سیاسي ایلیټ له ډیره وخته پر قوم، ژبه، مذهب. منطقه هم پراګنده شوی دې.
د کلاینټلیزم څخه زما مطلب هغه اړیکې یا ترتیبونه دي چې د هغه په اساس د یو هیواد سیاسی مخور یا ایلیټ د یو بل نسبتا واکمن هیواد څخه مادي، نظامې او داسي نوره حمایه تر لاس کوی څو وکولای شی خپل خلک کنټرول کړی او حکومت پر وکړي. دغسي ایلیټ معمولا دومره کورنې منابع نه لری چې خپل حکومت په وچله یی او یا لکه جنوبي کوریا ، ټایلند او عزرائیل د بهرنې تهدیدونو سره مخ وی. د حامی د سپورټ په بدل کې کورنې ایلیټ د حامې ګټي په داخل او خارج کې خوندي ساتې. په افغانستان کی يو ښه مثال د طالبانو حکومت وو چې دپاکستان د مرستي په بدل کې یی د پاکستان ګټي د هندوستان او پښتون نشنلیزم یا ملت پالني په مقابل کې خوندې ساتلي وی. بل مثال یی د امریکا د حملي وروسته هغه بر اقتداره ایلیټ دی چې د امریکا د مرستو په عوض کې یی د امریکا بندیخانې، شکنچې، د عامو خلکو وژنه ،ژوبلنه او د افغانستان د خاوری استعمال زغملی دی.
کلاینټلیزم یوازی د افغانستان لاره نه وه او نه ده. د دریمې نړی اکثره هیوادونه په یو یا بل ډول کلاینټلیزم اخته وه یا دی. ځنی هیوادونه حتی وتوانیدل چې د خپل واکمن حاموی څخه دخپلو ملی ګټو لپاره ښی ګټې پورته کې. عزرائیل یو داسی هیواد دی. پاکستان بل دی چې و یی کولای شوای د امریکا تر حمایت لاندی یو واکمن فوځ جوړ کړي او ان داچې د امریکا تر ږیره لاندی یی اټمی اسلحه جوړه کړه. او اوس هغه څه چې د پاکستان فوځ یی خپلې ګټې بولی د افغانستان په موضوع کې و خپل پخوانې حامې ته ټینګ ولاړ دی. دا په کلاینټلیزم کې سیاسی پوخوالۍ ښیی. برعکس زموږ کلاینټلیزم په دې ګټور نه وو او ویرانونکۍ وو چې زموږ سیاسی مشرتوب ډیر ضعیفه وو. بیله دګوتو دشمیر په اندازه، موږ په نړیواله کچه لازم عالمان او اداره چیان نه درلوده. او یو څه چې مو هم درلوده، په دې چې سیاسی مشران جواب او حساب ورکونکی نه وه او سیاسی واک یی د نړیوال حامې څخه راتلې، دهغوی اغیزه یا ډیره لږ وه یا نه وه. ټولنه مو هم په لوړه کچه نالوستی اوغریبه وه او دا به یو معجزه یی چې د ملې ګټو لپاره یی راوخوځه وو. په اوسنی وخت کښی یوازی د اولس او په خاص ډول دځوانانو پوهول د روڼاندو لخوا چې د ملی ګټو لپاره پر سیاسی مشرانو اوددوی پر نړیوال حامیانو فشار راوړې زموږ دهیلو حدود ټاکې. .