په لره پښتونخوا کي د پښتنون ژغورني لاريونونو په لړ کي پښتانه د خپلو پلوانو د نيول کېدو او د پښتنو سره د روان ظلم پر ضد شعارونه ورکوي.
د پښتون ژغورني د غورځنګ برخه وال وايي، ددوی پلويان د پاکستاني استخباراتو له لوري نيول سوي دي او دوی ته هم د ټلفون له لاري ګواښونه کوي چي د ياد غورځنګ له ليکو رابېل سي.
په تېرو څو ورځو کي د پاکستان په کراچۍ او د لري پښتونخوا په واڼه کي د همدې غورځنګ څو غړي پاکستاني استخباراتو نيولي دي.
د لاريونونو په دې لړۍ کي ګډونوالو د ترهګرۍ پر وړاند ي د پاکستانۍ تګلاري ضد شعارونه ورکوي.
په لاريون کي همدارنګه د کابل پر پرلت بريد هم وغندل سو.
دګدونوالو په وينا په افغانستان او لره پښتونخوا کي د پښتنو د وژني لوی مسؤول پاکستاني استخبارات دي.
په دې لاريون کي پښتني پېغلو هم ګډون کړی وو، ددوی په وينا ترهغو به د خپلو زلمو ترڅنګ ولاړي وي ترڅو چي پښتانه خپلو ازاديو ته ځان رسوي.