د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه
25/02/2018
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډیر خپګان ، درد او غم سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هيواد ملي ، سیاسي شخصیت ، نومیالي څیړونکي ، ستر لیکوال او شاعر د ویښ ځلمیانو او خدایي خدمتګارۍ غورزنګونو نه ستړیکیدونکي لاروي سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړلې او ابدي دنیا ته یې رحلت وکړ انالله واناالیه راجعون .
ټولنه ددې هېواد دوست ، وطن پرست ، رښتیني زیاکښ ، صادق او مهربان شخصیت مړینه د هېواد د پاره ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي . دوی ته د لوی څښتن په دربار کې د فردوس جنت د دوعا هیله کوي او د کورنۍ غړي ، خپلوان ، دوستان ، د هېواد علمي ــ ادبي فرهنګي کورنۍ او ټول لوی افغان ولس چې دوی پرې بې له شکه ډیر ګران وو، صبر ، زغم او روح ته یې دوعا کولو ته رابولي . ددې ترڅنګ زمونږ ټولنه ویاړ لري ، چې دې ستر شخصیت یې په ډیرو علمي ــ نړیوالو سیمینارونو کې ګډون کړی دی څېړنیزې ، علمي هراړخیزې ویناګانې یې کړي او د ټولنې ډیر نږدې خواخوږی او همکار پاتې شوی دی ، چې د ټولنې په ستاینلیک هم ستایل شوی دی . هیله ده اولادونه یې هم د لارې لارویان پاتې شي . روح دې ښاد وي .
د ټولنې د مشرتابه جرګه .
پوهندوی دیپلوم انجینر سیدحسن
Hürth , Germany