د مینانو یا عاشقانو ورځ چي هر کال د فبروری میاشتي په ۱۴ لمانځل کیږي یوه ځانګړې ورځ ده.
په دې ورځ عاشقان یو بل ته د یوې ښه خاطرې او خاصي ورځې د پاته کېدا په مقصد ځانګړې تحفې ، د ګلانو دستې او لیک پاڼي لیږي.د یو تحمین لمخې په دې ورځ په نړۍ کي عاشقان د 1. میلیارد په شاوخوا کي تحفي او لیک پاڼي پلوري. په افغانستان کی هم مینان دا ورځ لمانځي خو ددې ورځي د لمانځنې له تاریخچې څخه زیات شمیر مینان ناخبره دی. د والینټاینز ډې یا عاشقانو ورځ څنګه د خاصو ورځو په لیست کي ځای ونیوه او ولي په ۱۴ د فبروري لمانځل کیږي؟ دې ډول سوالونو ته د ځواب لپاره لیکنه تعقیب کړي.
د فبروری د میاشتی په نیمايي کي مینه کول او د میني کلتور په پخواني زمانه پوري تړاو لري. د لرغوني یونان په تقویم کي د جنوري له پنځلسمې د فبروری تر پنځلسمې دا وخت د گیملین gamelyon میاشتی په نامه یاده کړې. په دې میاشت کی Zeus ( د خدایانو او انسانانو پلار) او Hera واده کړي. نو ځکه د لویدیځ په مدنیت کي دا ورځي د مقدسو ورځو په حیث منل سوي.
په لرغوني روم کي بیا د فبروري په 15 پنځلسمه د روم خلګو د برکت خدای ( Lupercus) ته بزه قربانی کول وروسته به یې د بزې پوست په ځان اغوست او د روم پر سړکونو به یې ځغاستل دغه جشن یې Lupercalia په نامه یادیږي پېغلو انجونو به د بزې پوست په لاس لمس کاوه عقیده یې داوه چي حمل یا باردارۍ پر مهال به ددوی ولادت اسانه کېږي .
د لوفیکالیا د جشن څخه یوه ورځ مخکی به د روم ځوانانو د پېغلو نومان د کاغذ پر وړو ټوټو لیکل او وروسته به یې د قرعه کشۍ لپاره دکاغذ پارچې په یوه لویه صندوق کی اچوه او قرعه کشی به کیدل په قرعه کشی کښی هر ځوان خپل بخت ازمایه هر چاته چي به د هرې انجلۍ نوم راووته د هغې انجلۍ سره به یې د جشن په درې ورځوو کي یو ځای کیده د جشن څخه وروسته که چیری د طرفینو رضایت وي نو واده به یې کاوه.
د روم ظالم امپراطور دوهم کلودیوس چي پر روم یې خپل ظالمانه حکمداري کول د لوفیکالیا د جشن لمانځل سره یې مخالفت وکړ ځکه چي د ۲. کلودیوس په پوځ کی جنګي عسکر کم ؤ او ځوانو په پوځ کی برخه اخیستلو ته زړه نه ښه کاوه امپراطور په دې باور ؤ چي د روم اکثره ځوانانو ودونه درلودل یا به هم مینان ؤ. نو دوهم کلودیوس ددې حالت د مخنیوي په موخه د لوفیکالیا جشن ، واده کول او پر مینه کولو بندیز وکړ. د کاتولیک کلیسا راهب والینټاین د امپراطور له دې آمر څخه سرغړونه کول او په پټه به یې د روم ځوانانو ته نکاح تړلې. کله چي امپراطور کلودیوس د والینټاین له سر غړونې خبر سو ، د نوموړی د وژلو آمر یې وکړ والینټاین یې د عسویت او قانون څخه د سرغړونې په تور د مرګ په سزا محکوم کړ او والنټاین یې په وهلو کي وواژه. والنټاین په ۲۷۰ میلادی کال د فبروري په میاشت کي د عسویانو په هدیره کی خاوری ته وسپاره سو.
په نورو منابعو کی د مینانو د ورځې د لمانځي سبب ۱۴ د فبروری د عیسویت له لاری نه اوښتل او د کلادیوس ظلم ته سر نه ټیټولو په مقصد د والینټاین د تلین لمانځل او نور دي.
په ځینو اسلامی هیوادونو کي د والنټاین د ورځي په رسمی لمانځلو بندیز لګېدلي.
پاکستان ، مالیزیا ، ایران او سعودی عربستان هغه هیوادونه دی چي ددې ورځي لمانځل یې د آدب ، فرهنګ او اسلامی اصولو سره په مغایرت کی بللي.
ژباړه: وحیدالله حقمل