امريکا درې پاکستاني وګړي د ترهګرو سره د مرستي کولو په تور د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کي شامل کړي دي.
د اې اېف پي خبري اژانس د خبر له مخي د امريکې مالي محکمې رحمان زېب فقير محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان نادرخان د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کي شامل کړي دي.
په دغو درو کسانو تور دی چې دوی د پاکستان د يوه سختدريځي ملا شېخ امين الله سره نزدې اړيکې لرلې ، همدا راز په پاکستان او افغانستان کي د طالبانو، القاعده او لښکرطيبه مالي ملاتړ کوي .
شېخ امين الله چي يو سختدريځی تدرسي ملا دی په ۲۰۰۹م کال کي د نړیوالو ترهګرو په ليست کي شامل سو.پرده دا تورونه دي چي د خيبر پښتونخوا په پېښور کي ئې د ګنج مدرسه د سختدريځو وسلوالو په روزنيز مرکز بدله کړې وه.