کور / تازه خبرونه / بشیر احمد فضلي سرپرست لوی څارنوال وټاکل شو.

بشیر احمد فضلي سرپرست لوی څارنوال وټاکل شو.

د ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې بشیر احمد فضلي د لوی څارنوالۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی ، نوموړي تر دی وړاندې په لوی څارنوالۍ کې دنده ترسره کوله ، د عبدالجبار ثابت له لری کېدو وروسته سمدستي د ولسمشر کرزي په فرمان کې بشیر احمد فضلي د هغه ځای ناستی شو.