ليکنه: محمد زمان ستانکزی
د هر ملت د پرمختګ راز په دې کې نغښتی چې وګړي یې څومره دي، څومره نارینه، څومره ښځې، څومره ماشومان او څومره د پاخه عمر لرونکي. د نړۍ پرمختللي هېوادونه اوس د خپل هر وګړي په هکله معلومات لري، هغوي پوهیږي چې خاوره کې یې څومره خلک اوسیږي، په کومو چارو بوخت دي او د هوساینې لپاره یې څه باید وشي. افغانستان چې د دې نړۍ یوه برخه ده، تر اوسه په کې د وګړو کره شمېره نه ده معلومه، څو ځله هڅه شوې چې د وګړو کره سرشمېرنه وشي، خو دغه کار د بیلابیلو عواملو له وجې نه دی تر سره شوی. د نوي نظام په راتلو سره چې د نړیوالو پراخ ملاتړ یې له ځان سره درلود، د خلکو زړونو کې ډېرې هیلې را وټوکېدې، یوه هیله همدا وه چې د وګړو کره سر شمېرنه وشي، خو لا تر اوسه دغه چاره نه ده تر سره شوې. په نوي نظام کې له څو کلونو راهیسې د برښنایی پیژندپاڼو د ویش خبره کیږي، د کرزي په دوه منتخبو دورو کې ژمنې وشوې چې برښنایی تذکرې به په دې یا هغې نیټه کې وویشل شي، خو دا کار ونه شو، د ملي یووالي په حکومت کې هم د نورو ډېرو ژمنو تر څنګ یوه د برښنایی تذکرو د ویش د پیل په تړاو وه. دواړو مشرانو(محمد اشرف غني او عبدالله) د ټاکنیز نظام د اصلاح او د رڼو ټاکنو لپاره برښنایی تذکرې یا پیژندپاڼې اړینې وګڼلې او له ټاکنو مخکې یې د دې تذکرو د ویش ژمنې وکړې. خو تر اوسه دغه ژمنې یواځې د ژمنو په حد کې پاتې دي، او عملي کار نه دی شوی. د برښنایی تذکرو د ویش په وړاندې لوی خنډونه موجود وو، چا ویل چې تذکرو کې دې د یوه شخص د نوم تر څنګ د هغه ملت، ملیت او دین هم ولیکل شي، ځینو بیا د ملت له لیکلو سره مخالفت درلود، ځینو ویل چې دین دې نه لیکل کیږي. په دې هکله په ملي شورا، سیاسي او فرهنګي غونډو کې زیات بحثونه وشول، حتی د دې موضوعاتو په ملاتړ او مخالفت اعتراضونه را ووتل. ولسمشر د دې لپاره چې د وګړو د احوالو د ثبتولوپه قانون کې تعدیل راشي، په برښنایی تذکرو کې د ملت، ملیت او دین د لیکلو لپاره تقنیني فرمان صادر کړ، ولسي جرګه کې دغه فرمان رد شو خو د مشرانوجرګې او ولسي جرګې په ګډه کمیټه کې تقنیني فرمان تصویب او نافذ شو. تر دې ګام وروسته تمه وه چې دغه ملي بهیر پیل شي، کوم بهیر چې په مټ یې کیدای شي د وګړو کره شمېره په ډاګه شي، خو سپیدار ماڼۍ د دې ملي بهیر په وړاندې بل پټم یا خنډ واچاوه. اجرایی ریاست وایی څو پورې چې په دې هکله ملي هوکړه شوي نه وي، د برښنایی تذکرو د ویش لړۍ نه شي پیلیدای. له اجرایی ریاست غواړو وپوښتو چې آیا د هېواد اساسي قانون موافقین او مخالفین نه لري، آیا کوم بحث شته چې په کې د ټولو نظر یو وي، او که ستاسو ځواب دا وي چې نه داسې څه نشته، نو د برښنایی تذکرو د ویش ملي لړۍ مو ولې درولې، تاسو څه اندیښنې لرئ، که مو غوښتل چې د ملت تر څنګ ملیت ولیکل شي، خو دا کار خو شوی، د مخالفت غږونه ولې او د څه لپاره؟ عام ولس کې باور دا دی چې د افغانستان دښمنان نه غواړي چې د وګړو کره شمېره معلومه شي، نو ځکه د دې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي، له اجرایی ریاست چې د حکومت په چوکاټ کې جوړ شوی، تمې دا دي چې نور دغه ملي بهیر ونه ځنډوي. په دې پیژندپاڼو کې د خلکود پرمختګ ټول رازونه نغښتي دي، خلک غواړي له نورو هېوادونو سره د سیالیو جوګه وګرځي، خلک د سیاسي ناندریو تر سیوري لاندې د دې بهیر ځنډېدل نه غواړي. په برښنایی تذکرو کې د وګړو کره شمېره معلومیږي، په دې سره به حکومتونه وکړای شي خپل ولس ته د پراختیایی پروګرامونو د عملي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي، برښنایی تذکرې له دې سره مرسته کوي چې رڼې ټاکنې ولرو، داسې ټاکنې چې په کې حق حقدار ته رسیدلی وي، د برښنایی تذکرو په شتون کې کولی شو، یوه پرمختللې او پر ځان متکي ټولنه ولرو. افغانان نور نه شي زغملی چې دغه ملي بهیر تر دې زیات وځنډیږي. د حکومتي مشرانو تر منځ که هر نزاکت وي، زیان یې باید عامو خلکو ته ونه رسیږي، که عبدالله او غني په ځینو مسایلو ویشلي، دا تمه ترې نه شي کیدای چې حکومتي چارې دې ورانې پاتې شي، خلکو ټاکنو کې د دې لپاره دوي ته رایې نه دي ورکړي چې څیرې یې خوښیږي، خلکو د دوي پروګرامونو ته کتلي، ژمنې یې ارزولي، او د هغې په رڼا کې یې د خپلې رایې د ورکړې ګټه ارزولې، بیا یې پریکړه کړې چې کوم شخص ته رایه ورکړي او کوم پروګرام یې خوښ دی. امریکا او نړیواله ټولنه چې هېواد کې ملکي او پوځي حضور لري، باید له افغان حکومته په ټینګه وغواړي چې د ژمنو مطابق حرکت وکړي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په تر سره کولو سره خپلې ژمنې عملي کړي، له فساد سره د مبارزې ژمنې نه شي کولی نړیوال او افغانان قانع کړي، دې برخه کې عملي اقدام په کار دی. وزګارتیا لوړ حد ته رسیدلې، اقتصادي ستونزې څو برابره زیاتې شوي، خلک په بیلابېلو پلمو ځورول کیږي، امنیتي ستونزو د کلیو تر څنګ ښارونه هم نیولي، په عدالت لاس رسی ناشونی دی، د دې ټولو ناخوالو له منځه وړل د حکومتي مشرانو جدي کار غواړي، هغوي باید د خلکو غوښتنو ته درناوی ولري، حکومتي مشران باید په کار پوه او وړ کسان دندو کې وګماري. تر هر څه مخکې خلک غواړي پوه شي چې هېواد کې یې څومړه وګړي ژوند کوي، په دې مسالې به هغه مهال دوي پوه شوي وي، چې برښنایی تذکرې وویشل شي، د برښنایی تذکرو په نه موجودیت کې مونږ نه شو کولی مخ په وړاندې ګام واخلو، نو برښنایی تذکرې د خلکو لویه غوښتنه ده، حکومتي مشران دې دې غوښتنې ته درناوی ولري او دغه لړۍ دې څومره چې ژر کیدای شي، پیل کړي. هر حکومتي مشر نړۍ کې اروزل کیږي او د ارزونې لومړنی اصل د هغه مشر ژمنې دي چې څومره یې عملي جامې اغوستې او څومره یې یواځې د ژمنو په حد کې پاتې شوي دي، د ملي یووالي حکومت چې اوس یې د عمر د پای شیبې را لنډې شوي، باید دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.