لیکوال: زاهد صدیقي
برېکس (BRICS) د نړۍ هغه پینځه توري دي، چې په نړیوال اقتصادي نظام کې پنځه نوي زیږېدلي ځواکونه بلل کېږي.
د برېکس (BRICS) نوم له ( برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا) څخه جوړ دی. دوی غواړي ترڅو د نړۍ نوی اقتصادي ائتلاف رامنځته او د ۱۰ کلنو څخه په کمه مودې کې په یوه نوي نړیوال اقتصادي ځواک بدل شي. « برېکس» په اوسنې وخت کې د نړۍ نیمايي نفوس تشکیلوي او د نړۍ (۲۸٪) سلنه اقتصادي ځواک په خپل واک کې لري.
۲۰۰۱ م کال کې د برېکس د رامنځه کېدو په اړه څلورو هېوادونو «برېک» ( برازیل، روسیې، هند او چین) لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې.
۲۰۱۳ م کال کې سویلي افریقا هم له یادې ډلې سره یوځای او «برېک» په «برېکس» بدل شو.
د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مبادلاتو پراختیا، د پراختیا بانک جوړول ، له نړیوال بانک او د پیسو صندوق سره د سیالۍ په موخه د ارزي ساتل، له اروپا او امریکا سره د اقتصادي تړوا کموالی او هغو هېوادونو سره مرستې کول، چې د اقتصادي کړکېچ پرمهال زیانمنېږي. دغه موار د برېکس ډلې تګلاره ګڼل کېږي.
په اوسني وخت کې اندونزیا او ترکیه د بشپړ غړیتوب هغه نوماند هېوادونه دي، چې له «برېکس» ډلې سره د یوځای کیدو وړتیا او ظرفیت لري. په ورته وخت کې ارجنټاین، مصر، ایران، ناجیریا او سوریې هېواد هم له یادې ډلې سره د یوځای کېدو خوبونه ویني.
د «برېکس» د جوړېدو موخه دا ده؛ چې په نړۍ کې د اقتصاد د ګډې همکارۍ نمونه رامنځته شي.
که څه هم په نړۍ کې د ګډې اقتصادي همکارۍ ورته ډلې رامنځته شوي دي خو، د «برېکس» اقتصادي پرمختګ او اغېزه د پام وړ ده. همدا ځانګړنه د «برېکس» او د نړۍ د نورو اقتصادي ډلو ترمنځ توپیر په ګوته کوي.
د «برېکس» غړي هېوادونه، نه یوازې دا چې په لویو اقتصادي مسایلو کې سره یو موټی دي، بلکې د نړۍ په ځینو سیاسي او خپلو بهرنيو سیاستونو کې هم سره په یوه خوله او د نړۍ د سیاسي ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. د بېلګې په توګه: د «برېکس» غړي هېوادونو د سوریي د کړکېچ او د ایران د اتومي سولې موضوع په اړه یو ډول لید لوری.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، د نړۍ )۴۰٪) مالي سرچینې، )۱۵٪) نړیواله سوداګري او (۲۵) سلنه ناخالص کورني تولیدات د «برېکس» غړو هېوادونو په واک کې دي. د یادې ډلې په کورني ناخالصه تولیداتو کې د نړۍ له شپږو هېوادونو (G6) فرانسه، اېټالیا، انګلستان، امریکا، المان او چاپان څخه د پام وړ پرمختګ ترسترګو کېږي.
که څه هم «برېکس» نوې جوړه شوې ډله ده خو، په تیرو څو کلنو کې یې امریکا او اروپایي هېوادونو ته خپل اهمیت څرګند کړ. یاده ډله هلې ځلې کوي چې، د نړۍ په سیاسي معادلاتو کې هم فعاله ونډه واخلي. روسیه او چین چې د امنیت شورا دایمي غړي او پاتې ۳ هېوادونه (برازیل، هند او سویلي افریقا) هم د شوار د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره نوماند دي. د «برېکس» غړي هېوادونه په خپلو ناستو کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې ډلې د غړو د ډېریوالي غوښتوونکي دي. یاده مسئله په اسانۍ سره «برېکس» خپلې هغې موخې ته رسوي، چې په نړیوالو لوبو کې نور هم ترسترګو شي.
امریکا او لوېدیځ د «برېکس» ډله د نړۍ اقتصادي نظام لپاره ستر ګواښ بولي او غواړي چې د یادې ډلې هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د بېلتون د رامنځته کیدو لپاره د امریکا د استخباراتي اداري یا CIA)) له غوره تګلارو څخه یوه دا ده، چې د دې پینځو هېوادونو دننه د بېلتونپالو څخه ملاتړ وکړي ترڅو، له سیاسي اړخه یي په خپلو کې ښکېل او تر فشار لاندې راشي.
د بېلګې په ډول: پنجاب د سیکانو او د هند په جنوب کې د تامیلیان پر وړاندې راپورته کړي. هند کې یادې ډلې بېلتون پالې او خپلواکي غواړي. سربیره پر دې، سویلي افریقا کې، د “کیپ” ګوند غواړي، چې د “کیپ ښار” د “کیپ په خپلواک جمهورۍ” بدل شي.
دا چې د «برېکس» د نفوس له مخې د نړۍ د نیم نفوس درلودونکې دي او د اقتصادي ځواک له کبله کابو د نړۍ (۲۸) سلنه اقتصاد په واک کې لري او همدارنګه په ۲۰۱۳ کې د دې ډلې ناخالصه کورني تولیدات نږدې ۶/۱۳ تریلیون ډالر وو. دا ټول د ډېر پرمختګ ښکارندویي کوي. نو له دې امله کومې موخې ته چې، یاده ډله اشاره کوي تر ډېره ملاتړ او باور د مخ پر ودې هېوادونو پر یووالي ورټول دی. د «برېکس» ترټولو غوره موخه د سولې ساتنه، له مخ پر ودې هېوادنو سره مرسته او د هېوادونو دننه د ډله ییز واټن راکمول دي. دې ته په کتو سره کارپوهان وړاندوینه کوي، چې راتلونکې لسیزه به د «برېکس» لسیزه وي.