دغه پوليس دكندهار په نسبتاً آرامه ولسوالي ارغنداب كې وژل شوي دي . طالبان وايي چې ديوه نوي تاكتيك له كبله چې نور امنيتي ساتونكي ورخبر نشي دغه كسان يې په چړو حلا ل كړي دي ، خو دكندهار چارواكي دطالبانو داخبره نه مني او وايي چې اته سره ساتونكي يې په ګوليو ويشتل شوي دي ، دچارواكو په وينا چې دوه ساتونكي يې لا تردامهاله ژوندي ورك دې . ارغنداب دكندهار ښار په شمال كې پرته ولسوالي ده چې دپخواني يوه جهادي قوماندان ملانقيب پلرنۍ سيمه ده خو دملانقيب ترمړينه وروسته او په ناآرامه ولسواليو كې شمارل كېږي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه