په غېرفطري هېوادپاکستان کښي پنځه قامونه اوسېږي څوک له هنداوڅوک له نوروهېوادوڅخه راغلي دي اودلته مېښت دي.خوپښتون یواځینی قام دی چي پخپله خاوره پښتونخواله زرګونوکلونوراهیسي مېښت دي.پښتون قام په دې خاوره ډیرجنګونه کړي دي.اوسنۍ پاکستان دپنجاب په نامه دپښتنوکالوني اودتګ راتګ لاره وه.خونن دپښتنودبې اتفاقي له کبله پښتانه په خپل کالوني کښي درپدره اودغلامانوپه شان ژوندکولوته اړدي.په دې سیمه کښي پښتانه له بولانه ترچتراله سوچه تاریخ لري.داوخت پښتون په پاکستان کښي ترټولولوي قام دی ځکه چې پښتانه په خپل تاریخي وطن پښتونخواکښې مېښت دي کوم چې انګریزښکېلاک ګروخپل دګټي دپاره اوپه پښتنوخپله واکمني کولودپاره په څلوروبرخووېښلي وو.کوم چي ترننه پوري دغسي وېښلي پاته دي.پښتونخواوطن په څلوروناروانومونووېښل سوی دي.دپښتونخواوطن پرته پښتانه دپاکستان په ګوټ ګوټ کښي مېښت دي.
په یوکراچي کښي پښتانه دلکونوپه شمېرمېښت دي.خوله بده مرغه پښتانه په پاکستان کښي خپلواکي اوواک واختیارنه لري.بلکې پښتانه دلته دبل په نامه ژوندکوي.ځینې پښتانه دسرحدکوم چې هیڅ معنانه لري ژوندکوي ځینې خلګ بیادقبایل په نامه چي هغه هم هیڅ ډول معنانه لري.هم دغه شان په سهیلي پښتونخواکښي پښتانه دبلوڅانوپه نامه ژوندکوي داټک اومیانوالي پښتانه بیادپنجاب په نامه یادېږي.حالانکې دغه سیمه دپښتونخوابرخه پاته سوې ده.اوانګریزانودخپل ګټي دپاره دیوپلان رالاندي په پنجاب ګډه کړې ده.لکه څرنګه چې وسهیلي پښتونخواته یې دبلوچستان اوشمالي پښتونخواته یې دسرحدمېنځنÛ پښتونخواته یې دقبایل اومیانوالي واټک ته یې دپنجاب نوم ورکړي.چي دغه شان دپښتانه پېژندګلوي ختمه سي اوانګریزپه آسانه توګه په افغانستان کښي لاس وهنه وکړي.دانګریزانودتلووروسته تورانګریزانوهم دغه شان عملیات پېل کړل اودپښتنووطن یې دغسي وېښلي وساتلۍ چي له کبله یې تراوسه پوري پښتانه دخپل وطن خاوندان نه سو.په پاکستان کښي دپښتنوهیڅ نوم اونشان نسته.پښتانه چي په کوموسیموکښي اوسي اوهلته مېښت دي پښتانه په هغې خاوره خپل نوم نشان اوواک نه لري.اونه پښتانه په یوه ایالت کښي ګډکړل سوي دي.دادتاریخ یولوي ظلم دی چي پښتانه په خپل وطن بې نومه اوبې واکه ژوندکوي.
لÙ‡ تېري یوې پېړي راهیسي کله چي داسیمه Øګریزانووېنوله اوبیاپاکستان په ۱۹۴۷کښي جوړسووپښتانه دغسي دغلام اوګونګ قام په شان ژوندکوي کنې دپښتنوداتاریخ دی چي پښتنوپه هنداواوسني پاکستان په سلکونوکلوباچاهي کړې ده که داووایوچي پاکستان دجوړېدودمخه پنجاب دپښتنویوکالوني وونوبدبه نه وي.ځکه چي پښتانه به په دغه لارهنداونورهېوادونه نېول خونن هغه پښتون نه یم خبرچي ولي په خپله خاوره بې نوم اوبې واک اواختیاره دي اوپه خپله خاوره دګونګ په شان ژوندکولوته اړدي.آیاداپښتانه څه نوردي اوهغه ننګیالي پښتانه څه نورووچي په هنداوسندهـ به یې خپله باچاهي کوله آیاموږپښتانه دهغواولادونه نه یویااوس وخت بدل Ø�وۍ دی اوداسي وخت راغلي دي چي پښتانه دي په خپله خاوره دنوروغلامان وي.
تاریخ یواځي دپښتنوسره ظلم نه دي کړي بلکې پښتنوپه خپله په ځان ظلم کوي یوخواته پښتانه دیووالی لاس نه ورکوي اوبلي خواته دپښتون قام ملایان دځان دګټي دپاره پښتانه یومټي کېدوته نه پرېږدي اودوي نه غواړي چي پښتانه یومټي سي اوددوي وووټ اونوروګټوته زیان ورسېږي.هم له دې کبله پښتانه ملایان دپښتنوپه سیاسي مشرانوبې ځاي تورونه لګوي.کله یې کافران کړي کله یې بل څه کړي.اوکله بیادخپل ځاني ګټودپاره ددغوسیاسي مشرانوپه څنګ ولاړوي اوپسي شاخبري پسې کوي.که په حقیقت کښي ورته وګورونوداخلګ دپرېدوپه ویناداهسي کوي.په پاکستان کښي دبلوڅ قام دپاره خپل نوم اوایالت بلوچست
ان سته دپنجابي دپاره خپل نوم اونشان پنجاب سته دسندهي دپاره خپل ایالت سندهـ سته اوپه خپله سندهي ژبه کښي لیک لوست کوي.اوکه څوک پاکستان کښي دپښتون قام اودحق خبره کوي اوکه دپښتنوپه خاوره دپښتونخوا،پښتونستان اویادافغانیه نوم غواړي نوقیامت راسي.اوس خویوه بله ناشولټه هم پېل سوې ده.دملایانودحکومت په مهال ملایانوویل چي موږدسرحدایالت نوم بدلول غواړواوکله بیادپاکستان پوځي آمرپرویزمشرف دغه ناره اوچتوي چي دسرحدایالت نوم دپښتنوسره سمون نه خوري داهسي نوم دسرحددپاره پکاردی چي دپښتنوسره سمون خوري اوله هغه نوم څخه څرګنده سي چي په دې سیمه کښي څوک مېښت دÙŠ.اوپه اوسني شپوکښي خویوبله ډارمه وسÙي پاکستان پيپلزګوندهم په پښتنوپُسخند ویل پېل کړی دي اودې ګوندهم دپښتونخوادنوم خبره کړې ده.خوفکرنه کوم چي داګوندبه په خپله خبره ټینګ ولاړوي.
داګوندبه هم دپرویزمشرف اوایم ایم اې اودمسلم لیګ په شان خپل لوظونه ترسره نه کړي.ځکه چي داګوندونه هیڅ کله نه غواړي چي وپښتنوته خپل نوم اوواک واختیارورکړل سي.داګوندونه دپاکستان ګوندونه دي پاکستان هیڅ کله نه غواړي چي پښتون افغان ملت په قراره سي.دغه ګوندونه یواځي دپښتنودزړه خوشحالودپاره دغه شان خبري کوي په حقیقف کښي ددې ګوندودپښتونخوا،پښتونستان اودافغانیه دنامه څخه دومره بدکېږي څومره بدچې له کافرسره هم نÙ ‡ کېږي.کوم چلن چي دپاکستان واکداران اوپښتانه ایجنټان له پښتنوسره کوي دغه شان دې خلګوهغه وخت له بنګالیانوسره هم کواۍ کوم وخت چي بنګله دیش دپاکستان برخه وه.بنګالیانوخوهمت ښکاره کړې.اودهغه وخت دپاکستاني واکدارانودناوړه چلن اوظلم په ځواب کښي خپل قام له پنجابیانوڅخه خلاس کړې.
نن ورځ پښتنوته هم دبنګالیانوغوندي همت پکاردی.چي خپل حق په زوره دپاکستان دواکدارانوڅخه واخلي.
پښتون قام چي نن دکومي بدبختي سره مخامخ دي ددې دپاره دي دپښتونخواوطن ملایان اوهغه پښتانه چي په پیپلزګوند،مسلم لیګ اوپه نوروګوندوکښي دي هغه دي ټوله سره یوځاي سي په خپلوکښی دي لاسونه سره ورکړي.اودپښتنوقام پرستوپه شان دي وپښتون قام ته خپل مقام وروګټي اودخپلوګوندوومشرانوته دي داخبره ورپه ګوته کړي چي دوي دي په افغانستان کښي دلاس وهنه څخه لاس واخلي دافغانستان خلګ دي وخپلي خوښي ته پرېږدي.دادټولوپښتنووظېفه ده یواځي دیوپښتون قام پرست ګوندوظېفه نه ده.ټوله پښتانه دي په ګډه توګه دقام دخپلواکی دپاره ږغ اوچت کړي بیابه څوک نه وايي چي پښتون یوغلام یاګونګÛ قام دی.
پښتنوته ګونګ یاغلام قام په دې وایم چي پښتانه په غېرفطري هېوادپاکستان کښي ددووایالتوخاوندان دي په پاکستان ترټولوزیاته مځکه پښتانه لري اوآبادې یې هم ډیره ده.خوبیاهم داقام وخپلي ژبي پښتوته هیڅ ارزښت نه ورکوي او نه دحکومت له خواوپښتون قام اوپښتوژبي ته ارزښت ورکول کېږي.که څوک په پښتو کښي ایم اې وکړي نووهغه ته سرکاري نوکري نه ورکول کېږي.که په سلوکښي ویوه سړۍ ته دپاکستان دګټي دپاره نوکري ورکړل سي نوڅه ویلاي نه سم. ځکه چي دانورپښتانه به پکوړاپلوري اویابه کاغذان ټولوي دغه کاربه دوي په دې کوي ځکه چي دوي په پاکستان کښي غلامان دي اویاګونګیان دي چي خبري
کولاې نه سي.خبري په دې کولاې نه سي چي په پاکستان کښي په پښتون قام اوپه پښتوژبي پسخندویل کېږي دغه لوبه به ترکومه پوري دپښتون قام اوپښتوژبي سره کېږي….؟
دخداي دپاره پښتنوپه پښتوژبي اوپه پښتون قام باندي نوري لوبي مه کوۍ په خپلوکښي سره یوسي له یواوبل سره بېلتون اوبدي پرېږدي که دغه شان غلامان اوبې ژبي وونوډیرزربه موږپښتانه هم مغلوپه شان ورک سوو.،،خداي دي نه کوي چي پښتانه دمغلوپه شان ورک سي اوپناه سي،،(امین)
*
*