څوشيبې وړاندې د نورستان چارواکيو خبر ورکړ چې ددغه ولايت د وايګل ولسوالۍ په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو په ظالمانه هوايي بمبار يوکې نيږدې ٣٠ تنه عام وګړي وژل شوي دي .
دنورستان دوالي وياند رضوان الله وايې چې امريکايي ځواکونو تيره شپه دوانت وايګل ولسوالۍ دکټگل او نن له غرمې وړاندې دنيشګرام په کلي کې پرعامو خلکو بمباري کړي ده .
په نورستان ولايت کې ملکي وګړي دامريکايې تيارو په بمباردکې په داسې حال کې شهيدانيږي چې همدانن چنګاښ په ٢٤مه، دناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو دخبر پاڼې په خپرولو سره ويګل په جګړه کې د ٩ تنه خپلو بهرنيو سرتيرو دوژلنې شوي او ١٥ تنه نور ټپي کيدو خبر ورکړ
خو د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا ددې اعلاميې په خلاف د ٢٠ تنه امريکايي سرتېري د وژل کيدو او يو شمېر يې ژوندي نيول کيدوخبره کوي
په نورستان کې دالومړى ځل نه دي چې ملکي وګړي په نښه کيږي لس ورځې وړندې (د ويګل ولسوالۍ امريکايي ځواکونو بمبار کړى واود ځايي چارواکيو په وينا، ١٧ تنه عام وګړي چې دولتي مامورين هم شامل وو،وژل شوي وو.
تيره اونۍ په ننګرهار کې نيږدې ٥٠ تنه چې دواده په مراسمو يې بمونه غورځولي وو وژلي وو اونهه تنه يې ټپيان کړي وو .
Dear all,
repeating these kind of mistakes may find a away to the Fate of Russions.
as i think.
bye
دا د ډيموکراسۍ په پلما راغلي اوس مو کورونه راورانه وي ٠ نو په اخير کي يوه بښنه وغواړي او يا واي چي دا طاليبان وو، اګر چي ددوي غلامان (کرځاېې) هم واي چي داملکي وګړي دي ٠
دا د ډيموکراسۍ په پلما راغلي اوس مو کورونه راورانه وي ٠ نو په اخير کي يوه بښنه وغواړي او يا واي چي دا طاليبان وو، اګر چي ددوي غلامان (کرځاېې) هم واي چي داملکي وګړي دي ٠
سلامونه ومنی : عجیبه خوداده چی غربی کفارلا داهم وایی چی موږ دهند
دسفارت دچاودنی مسول په هیڅ دول نه بخښو حال دا چی دوی هره ورځ په سلهاو بی ګناه انسانان شهیدانوی ولی رسنی چپ خولی پاته دی ایا دوی هم په دی کارونو موافقه لری او ولی دولت هره ورځ کمیسونونه جوړوی او په هغوی پیسی مصرفوی اودهغوی دکارکولو با پوښتنه نه کیږی ځواب یی راکړی؟
تکرار