کور / تازه خبرونه / دکابل – کندهار پر لويه لار دمسافروامنيت او د چارواکو نوی پلان

دکابل – کندهار پر لويه لار دمسافروامنيت او د چارواکو نوی پلان

مسافردکابل کندهارپرلارامنيت غواړي اوچارواکو هم پردغه لاردنوي پلان خبرورکړ


دکابل کندهاردلويې لاري مسافر غوښتنه کوي چې دولت دي دکابل کندهاردلوي لاري امنيت ته خاصه پاملرنه وکړي اودهغوستونزومخه  دي  ونېسي چې سپرلي ورسره مخ کېږي .


دغه لويه لارچې پلازمېنه کابل دسويلي اوسويل لوېديځونږدي څوارلسوولايتونوسره نښولي دامنيتي ستونزوله امله هيڅوک ورباندي تګ ته زړه نه ښه کوي .


په لمړيوکې دغې لوي اقتصادي لاري دډامبريدوسره  دخلګوهيله داوه چې نوربه په ډيرلږوخت کې ترخپل هدف پوري ورسيږي خواميتي پېښويې داهيله په ناهيلي بدله کړه .


دکابل کندهارلويه لاردميدان  وردګو،غزني اوزابل ولايتونوڅخه تېريږي چې هره ورځ په دغوولايتونوکې ورباندي نښتي رامنځ ته کېږي .


وس ددغې لويې لاري په اوږدوکې پراته ځېني پلونه هم ددولت دمخالفينوله لوري په بمونوتخريب سوي چې دتګ راتګ لړي يې له خنډسره مخ کړېده .


له دې سره سره اوس پردغه لويه لارهيڅوک هم تګ ته زړه نه ښه کوي ،ځکه داسي ورځ ددي  نه وي چې ددولت مخالفين دي له موټروڅخه څوک نه کښته کوي .


پدې باب ولسمشرکرزي هم تيره اونۍ خپله اندېښنه ښودلي وه اودوزيرانوپه شوراکې  يې دسويل لوېديځي لويې لاري دامنيت دسمون لپاره  دچټکوګامونودپورته کولوامرکړي و.


اوس تازه دسوېلي زون دپولېسومرستيال مل پاسوال ميرويس نورزي خبروکړچې ډيرژربه دخپل ماموريت په سيمه کې  دکابل کنددهاراوکندهارهرات پرلويه لارامنيتي حالت دډاډوړکړي .


خودسويلي حوزې دپولېسوعمومي قومنداني وايې چې دزابل دپښ له کندي څخه بياده دفراه ولايت سردهلمندترشرېکې نقطي پوريې چې ددوى دماموريت سيمه ده امنيتي پلان ترتيب کړې اوپه عملي ډول ډيرژراعلان کړي .


بلخواداتل قوال اوردوقومندان  جنرال ګل اغانايبي چې دپولېسوله نوموړي جګ پوړي قومندان سره يې په يوه خبري غونډه کې خبري کولي خبروکړچې دپخواپه پرتله يې په ښارکې خپل حضورزيات کړي اوداوردوسرتيرپه هروڅلورويشتوساعتونوکې چمتودي چې په هرډول بيړنيوحالاتوکې خپل غبرګون وښيې .


نوموړي زياته کړل چې دقوال اوردوقومنداني له ښارڅخه په لري واټن کې پروت دي اوترښارپوري ددوي راتګ زيات وخت نېسي .


جنرال ګل اغانايبي پداسي حال کې په ښارکې دننه دخپلوسرتيرودحضورخبرورکړچې پرزندان دبريدپرمهال داوردودسرتيرودځنډيدالامل دقوال اوردواوښارترمنځ دواټن زيات والي ښودل سوي .

تبصره نسته

  1. دا خو د ډیری خوشالی خبره ده، چارواکو ته په چارو کی بریالیتوب غواړو. خو یو شی چی دوی یی باید په نظر کی ونیسی هغه دادی چی د دوی وظیفه تلپاتی ده صرف دیو محدود وخت د پاره باید نه وی. همدغه وجه ده چی ملی اردو او پولیس بریالی عملیات تر سره کړی خو بیا وروسته بیرته هغه سیمه پریږدی او دریمه ورځ بیا مخالفین پکی ګرزی او خلک حلالوی.

  2. د سړكونو او د لويو لارو امنيت دې د سړكونو او د لويو لارو د غاړې كليوالو ته وسپارل شي. دغه ساتونكي دې په يوه پوځي قطعه كې راټول شي او د اړتيا په وخت كې د ناټو، ملي پوليسو او ملي پوځ د ځواكونو او خپله د دې قطعې د بيړني غبرګون د كنډكونو له خوا حمايه شي. په دې سره به بې روزګاره ځوانانو ته كار برابر شي او له بلې خوا به په كليو كې د دولت د مخالفينو د نفوذ مخه ونيول شي.
    مومند

  3. د لر او بر د وزين سايت محترمو كاركونكو ته زما سلامونه او نيكى هيلى اومني …… د لويو لارو امنيت خورا مهم دي به ريشتيا هم بايد دولت به دي اره جدى باملرنه وكري .. زما به نظر بايد ددي ستونحى اصلي عامل به كوته شي ولي دا مصيبت او ترخكري يواحي بشتون ميشتو سيموكي ته خانكري شوي ده ؟؟؟