په واشنګټن کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفارت نن شنبې د هيواد د ستر شاعر مولانا جلال الدین محمد بلخي د زوکړي اته سوه و لسمه کلیزه ولمانځله. په همدې موخه د سفارت په انګړ کې په جوړو شویو مراسمو کې، پر ګڼ شمیر نورو میلمنو سربیره، په افغانستان او عراق کې د متحدو ایالتونو پخواني سفیر ښاغلي زلمي خلیلزاد، په واشنګټن کې د هند سفیر ښاغلي ارن سینګ او د هنر او ادب یو شمیر مینه والو برخه اخیسته وه. د غوندې په پیل کې افغان سفیر داکټر حمدالله محب وویل د مولانا کلام سوله، مینه، یووالي او همغږي بیانوي او پیغام ته یې نن تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کیږي. نوموړي زیاته کړه که څه هم یو شمیر افغانان نالوستي دي خو د مولانا او نورو شاعرانو شعرونه په علاقمندۍ وایي او اوري. افغانستان د نړۍ په کچه مشهور شاعران لري او آن یو شمیر افغان پادشاهان او نوموتي جنګیالي شاعران او لیکوالان وو. د مولانا له اشعارو د نړۍ په کچه ډیر شمیر کسانو الهام اخیستې او د اوسني عصر شاعرانو له کلام څخه هم د مینې، زغم او یووالي بوی راځي. ورپسې ښاغلي زلمي خلیلزاد وویل که څه هم ډېر خلک چې د افغانستان نوم اوري نو جګړه او تاوتریخوالي ذهن ته ورځي، خو موږ یو بل افغانستان هم لرو چې ډیر لرغونی تاریخ لري او مولانا د همدې تاریخ یوه وتلې څیره ده. له افغان سفارت څخه مننه کوم چې د دې ډول ورځو په لمانځلو د هغه افغانستان یادونه کوو چې معرفي یې حتمي ده . نوموړي د دا ډول غونډو اثر پر نویو ځوانانو ډیر مثبت وباله او ویې ویل ځوانان یواځي د اوسنيو شرایطو په اړه پوهیږي خو په دې باید خبر کړای شي چې د یوه لرغوني او لوی تمدن برخه دي او ډیر له ویاړه ډک میراثونه لري او همدا شتمني باید دوی ته ډاډ ورکړي چې لوی کارونه کولای شي او د یوه ودان افغانستان لپاره چې بریا یې حتمي ده کار وکړي. حامد نوید، افغان لیکوال وایي مولانا د خپل وخت یو نابغه او د بشر ویاړ و، چې شاوخوا اته سوه کاله وړاندې یې د انسانیت او د هغې روښنايي په اړه خبري وکړې چې موږ په خپل روح کې ورته رسیږو. د مولانا کلام پياوړي او د مینې پر پایو استوار و او له همډې امله په ټوله نړۍ کې خپور شو. په دې محفل کې همدارنګه د سماع نڅا هم ترسره شوه چې په محفل کې د راغلیو میلمنو د پام وړ وګرځیده. مولانا جلال الدین محمد بلخي په ۶۰۴ هجري قمري کال کې په بلخ ولایت کې وزېږید. پلار یې بهاءالدین نومیده چې د هغه وخت له وتلیو علماوو او صوفیانو څخه و او د هغې خوابدۍ له امله چې د ده او د سلطان محمد خوارزم شاه ترمنځ راغله له بلخه و ووت او قونیې ته ولاړ. مولانا د پلار له مړینې وروسته د برهان الدین محقق ترمذي تر نظر لاندې زده کړې وکړې. مولانا په ۶۷۲ هجري قمري کې په قونیه کې له نړۍ سترګې پټې کړي. د هغه له مشهورو آثارو څخه مثنوي، دیوان غزلیات یا کلیات شمس، رباعیات ، مکتوبات، فیه مافیه او مجالس سبعه یادولای شو.