کور / سياسي / قیامت کبری تیر سو

قیامت کبری تیر سو

ډاکټر فاروق اعظم   

    لوی قیامت چي د عاشوری یا د محرم الحرام لومړۍ لس ورځي وې، تیري سوې؛ کوچنی قیامت یا قیامة الصغری لا یوه میاشت نور روان دی. دا غم څلویښت ورځي دی. عاشوری د کابل په هغو سیمو کی چی شیعه ګان لږ او ډیر اوسي قیامت دی. چی په یوه سمیه کی لس کوره شیعه وي، پاته نوي کورونه یی د دولتي واک او سپین سترګی په زور تر تاثیر لاندي راوستی او یرغمل کړي یې دي. لویي لاري او عام سړکان یی د خلکو د تګ او راتګ پرمخ بند کړیدي، پر عامو سړکانو یی توري دروازي جوړي کړي او لوډسپیکرو کی په لوړ آواز ۲۴ ساعته د ژړا، ځان وهلو او نوحې په نارو یی د خلکو غوږونه کاڼه کړي‌ او په شاوخوا کورونو کی یې له ماشومانو، بوډاګانو او ناروغانو راحت تښتولی دی. پخپلو لڼډغرو حرکاتو سنیان تهدیدوي. سنیان له نزاکته څه نه ورته وایی خو دوی له دغه ښه وضعیت او تسامح څخه مسلسله ناوړه ګټه پورته کوي.

له بده مرغه حکومت دومره کمزور دی چی په لوی لاس یی د عاشورا په ورځو کی د کابل د امنیت د تأمین څخه خپل عجز اعلان کړ او هزاره شخصي ملیشو ته یی دولتی وسلی رسما توزیع کړی چی د کابل د ښار د ځینو برخو امنیت وساتي. دغو لنډغرو د امنیت په نوم لویی لاری بندی کړی، عام خلک یی سخت ازار کړل او د خپل قومی او مذهبی قوت د ښوولو په منظور یې په ډیر غرور او مافیايي شکل زورآزمایي وکړه. شیعه ګان دغه کار پر هیواد د امریکایانو د تسلط (۲۰۰۱م) راهیسی هرکال کوي.‌ دولت خپل ځان پخپله د خلکو په نظر کي بی وسه، کمزور او سپک کړیدی او د مشروعیت هغه اصل یې خپله ترپښو لاندي کړیدی چي په هیواد کی دولت د قوی د استعمال یوازنی مرجع ده. 
تاسي دغه فضیحت ته وګوری؛ جمهور رئیس د کابینې سره تکیه خانی ته روان وي او شیعه ګانو ته د امام حسین (رض) د شهادت فاتحه ورکوي. په داسی حال کی چي سنیان ډیر محبان علي او اهل بیت دي، خو رئیس جمهور هیڅوخت په دغه ورځ د سنیانو یو جومات ته نه دی تللی. ولي؟ معنی داچي د امام حسین (رض) سره دده کومه رابطه نسته او دی انګیري چي امام د شیعه ګانو خپل وو او دی باید غمرازي ورسره وکړي. جمهور رئیس د دولت او ملت دواړو مشر دی؛ هغه د شریعت، قانون او عرف له مخي د هیواد د لوړترین مقام درلوونکی شخص دی. خو هغه په تکیه خانه کی داسي کوچنی، په تظاهر او اکټ کږه غاړه ناست وي چی دده د شان سره هیڅ مناسب نه وي؛ ته به وایی چی امام حسین (رض) دده د کورنۍ یو نژدی چا شهید کړیدی او دی یی اوس ورثې ته په عذر ورغلی دی. له ډیره خوشامنده حیران وي چی څومره ځان مخلص او هیجاني وښیي ‌او څه ډول ادبیات استعمال کړي چی هغوی دده په اخلاص باور وکړي. همدا سبب دی چي ګاهي امام حسین د خدای لمسی کړي او ګاهی رضی الله عنها ورته وایي. د ځان د ډیر نژدی کولو په منظور دا هم ورته وایی: «خلکو راته ویل چی مه ورځه، انتحاري حمله به وسي؛ خو زه دایم تاسی ته راغلم؛ ما ویل پروا نلري چی د امام حسین د محبانو سره یوځای شهید سم.» ؟؟؟؟ هغه بل مشر خو په اکټ او تظاهر کی ډیر ماهر وو. په تورو جامو کی به د تکیه خانې په سر کی ناست وو. د مصنوعي ژړا سترګي به یی د تلویزون کامرو ته په مهارت نیولي وې. په ماشوم زوی به یی توري جامې اغوستي، شنه پټه چي «یاحسین» پر لیکلی وو، تر سر ورتړلې وه؛ په غیږ کی به یې داسی کښینولی وو چی تا به ویل د کربلا د جنګ له سخت میدانه یې تازه دغه یتیم ته نجات ورکړی دی.  
د مشرانو دغه اکټونه او ریاکارۍ د څه لپاره؟ په انتخاباتو کی د رایی‌ لپاره؟ د تورو کڅوړو لالچیان دي؟ د شخصیت کمزوري ده؟ د دین څخه ناپوهي ده؟ د خپل ولس په نبض او کلتور نه پوهیږي؟ امریکایان ورته وایي؟ دا ولي؟ شیعه زموږ د هیواد یوه محترمه کتله ده او حق لري چی خپل مذهبي مراسم په امن او ډاډ سره ترسره کړي. خو دا دومره ډرامې د څه لپاره؟ راځی د ملي مصالحو د تأمین په منظور روان زهرجن سکوت مات او دغو سؤالونو ته جواب پیدا کړو چی راتلونکی کلونه دغه صغری او کبری قیامتونه په دومره شدت نه وي.

درناوي

فاروق اع‍ظم

دوشنبه – ۲ اکتوبر (د محرم الحرام یوولسمه) ۲۰۱۷م

خوشحالخان مېنه – کابل