یو څو ورځي مخکي یوار د لوی کندهار د حقوقو غوښتلو مسئله مطرح سوه؛ بې طرفو ځوانانو دستي په منطقي دلایلو او شواهدو ور رد کړه. د اشرف غني په اداره کي په مرکز کي له رئیسه نیولې بیا تر وزیره، سفیره، والي او معین پوري تر څلوېښت لا زیات لوړ رتبه مامورین له لوی کندهار څخه مقرر سوي دي او لا مقرریږي. یوازي ئې درې معینان یو سفیر پوپلزي دي او یو وزیر ئې بارکزی وو. د حامد کرزي په دوره کي موږ له کندهار څخه یو لوی څارنوال او بل د ترانسپورټ وزیر درلودل. هغه وزیر ئې هم د فساد په تور تر سختو رواني شکنجو وروسته له وظیفې څخه ګوښه کړ، لکه د حامد کرزي په اداره کي چي هیڅ فاسد وزیر نه وو. دغو حقایقو ته په کتلو سره، د لوی کندهار د حقوقو مطرح کوونکې کړۍ که یوڅه له فکره کار واخلي، په ژوند به بیا دا خبره پر خوله نه راوړي چي کندهاریانو ته حقوق نه دي ورکول سوي.
اوس بیا د غلجو او درانو مسئله درانو رامنځ ته کړې ده که څه هم ۱۵ کاله مخکي داخبره چا پر خوله راوړلای نه سوای مګر اوس ئې غټ- غټ خلګ نه دا چي په لویه سطحه مطرح کوي بلکي اشرف غني ته خبرداری هم ورکوي! راځئ چي په یوڅو خبرو سر خلاص کړو:
کله چي په کندهار کي یو الکوزی، اڅکزی، پوپلزی، بارکزی او نورزی مشکل ولري، هر یو ئې د ولایت، زون او مرکز په سطحه خپل قومي مشر ته پنا ور وړي مګر غلجي په دا شپاړس کاله بېله خدایه چا ته ورغلی دي؟ چا خپلي دروازې ته پر ایښي دي او چا ئې ستونزه ور حل کړې ده؟ ایا کوم درانی قومي مشر را ښوولای سئ چي د غلجو له حقوقو څخه دې دفاع کړې وي؟
مخکي تر دې چي حامد کرزی د دوهم وار دپاره جمهور رئیس سي، په کندهار کي د درانو قوم اړوند اتحاديې ښه په خرپ جوړي سوې. زما اوس هم په یاد دي چي د چوک مدد په میرویس مارکیټ کي د الکوزو، د هرات دروازې په ملي مارکیټ کي د پوپلزو او په کاریز بازار کي د اڅکزو د قومي اتحادیو لوحې ځوړند سوي ولې، دا چي دغو اتحادیو دخپل قوم د هر فرد استاذیتوب کاوه که یا، هغه جلا خبره ده!
بېله اسدالله خالده – چي په کندهار کي ئې کوم د خیر کار ونه کئ – د تاریخ د پرېکړي پر خلاف، د کندهار ټول والیان، د هغوی معاونان او د ولایت مقام اداري رئیسان دراني ول او دي. کندهار ښار ته چي ور ننوزئ، مشهور چوکونه او جادې د درانو دمشرانو په نامه سوي دي! ایا دا ښه کار دئ چي د وخت حاکم نظام دي د ښار مشهور موقیتونه او مکتبونه د خپل ورور یا پلار په نامه کړي؟ که ښه کار وي نو ولي یو چوک او یوه جاده د یو غلجي مشر په نامه نه سول؟میرویس نیکه مکتب په ژړ مکتب او میرویس روغتون هم په چینايي شفاخانه مشهور سول! د کندهار په ولایتي شورا او پارلمان کي تقریباً ټول وکیلان دراني دي، ایا په غلجو کي بیخي د کادرونو نیستې وه چي ولایتي شورا او پارلمان ته ئې یو وکیل نه درلودئ؟ په کابل کي د کندهار الکوزي راټول سول، له اشرف غني څخه ئې خپل حقوق وغوښتل. اشرف غني اغا لالي دستګیري ته پوزېشن جوړ کړ. الکوزو خپل حق وغوښتئ، په جمهور رئیس ئې اضافه پوسټ تشکیل کړ، څه بده خبره نه وه. درانو عملاً ښودلې ده چي د حقوقو په نامه په مبارزو کي علاقمند دي نو دا د غلجو او درانو مسئله هم درانو راپورته کړې ده. غلجو خپل حق نه دئ غوښتی، نې دامسئله راپورته کړې ده او نه هم دې ته پرېښول کېږي. او همداسي د غلجو او درانو وېش هر وخت دوی راپورته کړی دئ، په انتخاباتو کي ئې هم نارې وهلې او نن دغه خبري کوي. مګر کله چي د الکوزو پرېکړه په خپله الکوزي کوي، نو د غلجو پرېکړه ولي دراني وکړي؟ که دغو ستونزو ته اشرف غني متوجه سوی وي او حل لار ورته پيدا کوي، موږ ولي د غلجي پرست ټاپه پر ووهو؟ که د تاریخي پرېکړي خلاف د کندهار والي درانی وي او که احیاناً اشرف غني ئې معاون غلجي ورته ټاکي چي تر اوسه ئې لا ورته ټاکلی نه دئ، نو په دې کي بیا مشکل څه دئ؟ زه شخصاً ددې سخت مخالف یم، وظیفه باید داستعداد او تعلیم پر اساس وي، نه د قوم. ایا په دا پنځلس کاله کي کوم دراني مشر یا حامد کرزي دا خبره کړې ده چي د کندهار په اداره کي دي ۳۰٪ قدرت غلجو ته هم ورکول سي؟ که غلجي یا بل هر انسان د قدرت له توزیع څخه همداسي محروم وساتل سي لکه دا پنځلس کاله چي په کندهار کي غلجي ساتل سوي دي، دغه کار رواني- ټولنیز مشکلات رامنځ ته کوي او امکان لري چي د دولت ضد ځواکونو سره یوځای سي. اشرف غني د هیواد د مسؤل په صفت د قدرت د مساوی او عادلانه توزیع مسؤلیت لري. که چیري درانو، غلجيان په ځان ور ګډ کړی وای، دا کار به ئې په دا ۱۵ کاله کي کړی وای نو نن به اشرف غني ته ضرورت نه وو. برعکس، حقیقت دادئ چي الکوزو ته لا دخپلو کادرنو او دقوم په تناسب قدرت له لومړۍ ورځي ورکول سوی نه دئ نو خود به د جمعیت سره یو ځای کیږي.
اخیري خبره مي دا کول چي حاجي عبدالله او محمود کرزی دراني تجاران دي، حکمت ښادمن او حاجي صدیق مومند غلجي تجاران دي، اوس نو تاسو قضاوت وکړئ چي چا کندهار ته ډېر خدمت کړی او په کوم نیت ئې کړی دئ؟ که په سیاست کي غلجو ته ونډه ورکوله سي، شاید کندهار ته داسي ښه مؤثر خدمت وکړي لکه په تجارت کي چي ئې کړی دئ! حیات الله رفیقي دکندهار د معارف ریاست غلجی رئیس وو چي دفساد په تور اسدالله خالد بندي هم کړ مګر دیو انسان په صفت له ځانونو پوښتنه وکړئ چي د کندهار معارف چا سقوط کړ او د چا په ملاتړ غلاوي پکښي وسوې او لا کیږي؟
زما دپاره خجالت دئ چي د پوهنتون دیو استاد په صفت په یووېشتمه پېړۍ کي پر یوه بې خونده موضوع ږغېږم مګر د نظر څرګندولو حق قانون راکړی دئ. زه اصلاً د غلجي او دراني پر کانسیپټ هیڅ باور نه لرم، زموږ وینه شریکه ده مګر کشکي ټول راسره په دې باور وای. اوس چي هر یو پوه سو او کار ئې پوه سو، نو غلجي هم پرېږدئ چي خپلي پرېکړي خپله وکړي! خپل حق خپله وغواړي، انحصار ئې دملت په تاوان دئ!
نوټ: که زما په لیکنه کي تعصب، بې منطقه خبري او یا خدای مه کړه بې احترامي سوې وي، لومړی به بخښه راته کوئ او دوهم به مي اصلاح کوئ! زه دحقایقو او منطقو طرفدار یم.
درنښت،
مهربان