په کندهارکې دوالسواليو زياتره کسان غوښتنه کوي چې دحج اواوقافورياست دي دهري والسوالۍ لپاره خپله ثهميه وټاکې اونوردي نودتيروکلونوپه څېرددرغليومخه ونيول سي .
له تيروڅلورواونيوراهيستي په ټول هيوادکې وبيت الله شريفي ته دتلونکوحاجيانوغوښتن ليکونه پيل سوي دي .
دغه لړي په ورته وخت کې په کندهارکې هم پيل سوي اوګڼ شمېرکسانوخپل غوښتن ليکونه دحج اواوقافورياست ته وړاندي کړي دي .
خوزياتره کسان وبيت الله شريفي ته دتلونکوحاجيانوپروسه ناسمه بولي اوغوشتنه کوي چې نوموړي رياست دي په عادلانه ډول دهري والسوالۍ لپاره دتلونکوحاجيانوشمېره وټاکي .
ددوى ترټولوستره نيوکه پردې ده چې زياتره دنوروسېمواوسيدونکوپه جعلي ډول دکندهار تذکرې جوړي کړي اوددوي پرحق سترګې پټه وي .
له دې سره سره زياتره کسان دحج اواوقافوپه رياست کې له موجوده اختلاس څخه هم يادونه کوي اوپه ښکاره ډول دکوره کشي دنوم خرڅولوڅخه يادونه کوي .
دکندهاردحج اواوقافوريس حاجي عبدالله وايې چې تراوسه لادکندهارلپاره دتلونکوحاجيانوشمېردوزارت له لوري ورته ندي معلوم سوي خودوي چمتودي چې دولايتي استازوسره په ګډه دغه پروسه په برياليتوب ترسره کړي .
دحج اواوقافوريس دخپل رياست په چوکاټ کې داختلاس اونوم خرڅوني په اړه وويل چې دوي په ښکاره ډول داسي څه ندي لېدلي اوپه دي باب پلټونکې ادارې هم فعاله دي .
ټاکل سوې چې سږکال دټول هيوادپه کچه دېرش رزه حاجيان بيت الله شرېفي ته ولېږل سي خولاتراوسه دولايتونوثهميه نده معلومه .
دحج اواوقافووزارت وايې چې په دېرش زره تلونکوحاجيانوکې به شل زره خپله دولت اولس زره به دخصوصي شرکتونوله لاري ولېږدول سي .
نوموړي وزارت دخصوصي شرکتونوله لاري دلس زره حاجيانولېږدونه سږکال امتحاني بولي .
په وينايې که يې ښه خدمات وړاندي کړل نوبه په راتلونکې کې دغه پروسه په ټولېزه توګه حصوصي سکتورته وسپاري .
هرکال په سعودي عربستان اوپه کوردننه کې افغان حاجيان له ستونزوڅخه يادونه کوي اوپراړوندوزارت يې نيوکه وي چې له ژمني سره سم دوي ته وړخدمات نه وړاندي کوي .