د امريکايي پوځ د تازه اعلاميې له مخي؛ افغانستان ته د یو نیم زر تازه پوځیانو د رالیږلو ژمنه سوې؛ چي د روان کال تر دوبي پوري به ځای پر ځای سي .
دا نوي پوځيان به په هغو سیمو کښي د افغان پوځ روزنه، همکاري او ملاتړ کوي؛ چيري چي فعلا طالب او داعش وسلوال ډیر حضور لري .
امريکا په افغانستان کښي تراوسه ۸۵۰۰ پوځیان درلودل چي پدې سره به د ټولو پوځيانو شمیر لس زرو ته ورسیږي .
د امریکايي پوځ په دغو تازه دمو پوځیانو کښي هغه پوځیان هم شتون لري کوم چي په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کي له افغانستانه بیرته خپلو کورونو ته ستانه سوي وه .
خونړی برید :
د امريکايي پوځیانو د زیاتولو خبر پداسي حال کي ورکول کيږي؛ چي په بلخ ولایت کي د ملي اردو پر یو پوځي مرکز؛ شاهین ۲۰۹؛ باندي د طالب وسلوالو له لوري ډلیز-څو ساعته برید ترسره سو چي شاوخوا ۱۴۰ پوځيان پکښي مړه او ۱۶۰ نور زخميان سول . د راپورونو له مخي، برید د غرمې د ډوډۍ او د جمعې د لمانځه پر وخت پلان سوئ وو . دا برید پر افغان پوځیانو تر ټولو خونړی او د ځینو په قول بي رحمانه بلل سوئ دئ .
د سولي تیاری :
د یو بل خبر له مخي؛ مسکو ډاډ ورکړئ چي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روغي -جوړي ته پوره امادګي لري او منځګړیتوب به يې پر غاړه اخلي .او پدې اړه د سیمي د هیوادونو سره يوه امنیتي غونډه هم په تیرو ورځو کښي تر سره سول .
لنډیز/ژباړه : خاکسیر