د ملګرو ملتونو د يو څیړنیز راپور له مخي؛ د زندانیانو وهل او شکنجه کول اوس هم په پراخه پیمانه وجود لري.
پدي راپور کي د تیرو دوو کالو په ترڅ کي د هیواد له ۶۲ زندانو څخه د ۴۶۹
زندانیانو سره خبري سوي .
۳۹ سلنه زندانیان د پولیسو، امنیتي چارواکو او د زندان د کارکوونکو څخه شکایت لري، دوي وايي چي ناسم چلند ور سره کیږي او په يو او بل ډول شکنجه او زهیرول کیږي .
دا پداسي حال کي چي د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په عیني څیړنیز راپور کي هم ۳۵ سلنه زندانیانو ورته شکایت درلود.
د راپور پایلي ښيي چي د ولسمشر غني ژمنو او د نويو قوانينو طرح کول يواځي د کاغذ پر مخ پاته سوي او د زندانیانو د حالت په ښه کیدو کي يې کوم ښکاره اثر او اغیز تر اوسه لا نه دئ درلودلئ .