د پکتیکا ولایت- برمل ولسوالي ته څیرمه د انګور اډه لار؛چي د ډیورنډ پر کرښه پرته ده؛ نن تر څلور میاشتني ځنډ وروسته بیا د ولسونو پر مخ پرانستل سول.
دا لار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو د تبادلې په ترڅ کي د پاکستان له لوري تړل سوې وه .
ددي لاري د پرانستلو خبر نن د جنوبي وزیرستان د پوځي جنرال نعمان ذاکري له لوري په رسمي ډول د یوې غونډي په ترڅ کي ورکول سو . د انګور اډا لار د خلاصیدو تر څنګ به نن د غلام خان لار هم پرانستل سي؛ کوم چي جنوبي وزیرستان د شمالي وزیرستان سره نښلوي.