د امريکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس د دوشنبی په ورځ جنوبي کوريا ته د خپل سفر په ترڅ کي وویل چي شمالي کوریا دي په سیمه کښي د امريکا زور او د ولسمشر ټرمپ پاليسي نه ازمايي .
نوړي وويل چي په سوریه کي زموږ د عملیاتو ډیرښت او پر افغانستان د تر ټولو لوی بم غورځول شمالي کوریا ته د امريکا خبرداری وو .
تر اوسه د تر ټولو لوی غير اټومي بم، څو ورځي وړاندي د ننګرهار د اچين په سیمه کي د داعش وسلوالو پر پټن ځایونو و غورځول سو . دا بم شاوخوا لس ټنه وزن درلود. ددی بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ښوودل سوې او ۳۰۰ میلیونه ډالر یې پر جوړیدلو لګیدلي دي .
د راپورونو له مخي پکښي لسکونه داعش وسلوال وژل سوي دي .
د ولسمشر د مرستیال اسیا ته په لس ورځني سفر راغلی . د نوړي د سفر اصلي موخه جنوبي کوريا ته ددغه هیواد سره د امريکا د تیرو ژمنو د بیا تازه کولو او دلته د توغنديو د دفاعي سیسټم د ګډني عملیاتو په اړه وو .
دا پداسي حال کي چي د امریکا او شمالي کوريا اړيکي د تیر په پر تله نوري هم خرابي سوي دي .
شمالي کوريا د امریکا سره برید ته خپل چمتو والی ښوولی، بل لور ته چین او امریکا د خپلو همکاريو د پراخولو په هڅو کي دي .