کور / خبرتیا او پيغامونه / دميدان وردګ ځوانانو … او کلتوري ټولني د مبارکۍ پيغام !

دميدان وردګ ځوانانو … او کلتوري ټولني د مبارکۍ پيغام !

دميدان وردګوولايت دنوي والي په توګه دښاغلي محمدحليم فدايي دټاکنې له امله دميدان ځوانانودټولنېزې ادبي اوکلتوري ټولنې دمبارکۍ پيغام!  


Maidan Youth Social, Literary & Cultural Society


دميدان وردګوولايت دنوي والي په توګه دښاغلي محمدحليم فدايي دټاکنې له امله دميدان ځوانانودټولنېزې ادبي اوکلتوري ټولنې دمبارکۍ پيغام!


اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.


دواقېعتونوروښانول،سيمې اوخلکوته خدمت کول،وياړلي کلتوراوادب ته وده ورکول اوهمدارنګه په دغه لاره کې هڅه اوهاندکول بې له شکه چې زمونږدهريوه په کړنلاره کې بايدځاي ولري.دغې موخې اوآرمان ته رسېدل له مونږه ځينې دډېروکارونوترسره کول غواړي.چې دغه ټولوته درسېدولوپه وخت کې ښه مشرتابه او ورسره ښه عالي مفکوره لاره هوارولاى شي،چې په ډېرې خوشحالي سره مودميدان وردګوولايت دنوي والي په توګه دښاغلي محمدحليم فدايي دټاکنې خبرترلاسه کړ. ښاغلي فدايي چې دمخه يې دمطبوعاتوپه برخه کې ښه ځلېدلي اودم ګړي هم په افغانستان کې دسهيلي آسيادغړيوهېوادونو دژورناليستانو دټوللنې بريالي مشرو،مونږپه دې انديوچې په داسې حساس وخت کې دغه ولايت همداسې يوخوځنده،زيارکښ اوهڅاندوالي ته اړتيالرله چې وکولاى شي دولايت داوسيدونکوشته ستونزې په لومړيوکې کمې اوبلاخره له منځه يوسي. ديادونې وړده چې په خپل وخت عبدالجبارنعيمې هم ترډېرځايه ددغه ولايت له خلکوسره دستونزواوناخوالوپه له منځه وړلوکې کارکړي اولارې چارې يې لټولې وې. دخپل موقيعت له مخې که څه هم دميدان وردګوولايت پلازمېنې کابل سره په دېرنېږدې واټن کې پروت دي خودکابل قندهارپه لويه لارت پروت دغه ولايت په دې وروستيوکې دځينوناامنيواونوروناخوالوشاهد وو، مونږډاډمن يوچې ښاغلى فدايي به وکولاى شي چې ددغه ولايت له پتمن ولس سره دچاروپه ښه پرمخ بيولوکې ډېر ژر دولس ملاتړترلاسه اوهمغړي به دولس اوولايت ترمنځ پيداکړي او دورورۍ اوپخلاينې له لارې به په ځاى ګړندي ګامونه اوچت کړي.اودورورۍ اودوستي غږپه له هغوغوږونوورسوي کوم چې ترننه ئې نه اورېده.


په پاى کې مویوځل بياډېرې ښې مبارکۍ مخې ته ږدوم.


په تل پاتې پښتني مينه


همت الله (امين زى)


دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري دټولنې مشر