کور / سياسي / په کابل کي مرګونى تروريستي بريد ( هاري-واشنګټن)

په کابل کي مرګونى تروريستي بريد ( هاري-واشنګټن)

 

په کابل کي، د هند پر سفارت باندي د دوشنبې د ورځي  تروريستي حمله يو نامردانه، وحشي، او غير انساني بريد وو چي بايد وغندل سي.  په اصل کي، تروريزم په هر شکل چي وي د غندولو او تقبيح کولو عمل دى.  د بې گناه او ملکي کسانو وژل د ناځوانانو، بې همتو، او حيوان صفتو خلکو کار دى.  تروريزم د ډار او وحشت خورول دي؛ ځانمرگي حملې د هغو ډلو کار دى چي هيڅ اصل او پرنسيپ ته عقيده او ايمان نلري.  لنډه دا چي تروريزم د يو عالي هدف او ايمان د نشته والي نښه او علامه ده. 

د هند پر سفارت باندي د دوشنبې د ورځي بريد نه يوازي د تروريستانو بې رحمي او قصاوت ښيي، بلکي د افغانستان د استخباراتو بې کفايتي او کمزروي هم په ډاگه کوي.  د کابل په زړه کي حمله د اوسني تحميل سوي حکومت او په واشنگټن کي ددغي غافلي او نامشروع ادارې د حاميانو ماته، افتضاح، او د هغوى د حيرانونکي  بې غورۍ څرگند مثال دى.  د کال ٢٠٠١ د اشغال را وروسته، دا لمړى ځل ندى چي افغانان په مرگ او ترور تهديدېږي.   پدې وروسيتو مياشتو کي، د کرزي حکومت او د هغه خارجي حاميانو ته څو ځله شرمونه  او بدنامۍ ور اوښتي دي.

 د اپريل په مياشت کي، کرزي او د هغه جنايتکارو انډيوالانو د افغانستان د تاريخ يوه  توره او ناپاکه ورځ لمانځل.  په همدې ورځ، د شمال د ايتلاف ډانگيان، د مجاهدنيو ظالم مشران، او په پېخر مذهبي افراطيان د کابل ښار ته ننوتل، او هغه جنايات يې وکړل چي دبشريت په تاريخ سارى نلري.  د همدې بدمرغي ورځي د لمانځلو لپاره  کرزى، دهغه بېکاره او فاسد  وزيران، د کابل مشهور قصابان، او د هغوى امريکايي او خارجي پلويان را غونډ سوي وه. مگر  وروسته  له يوڅو معمولي ټکانو څخه  گرده په يوه سلا وتښتېدل.  نژدې وو چي د  ډار او ډېري  ځغاستي څخه يې  زاره  وچاودي.    د پښتون  فيلسوف او شاعر غني خان په قول:

غلا له ته په ډاکه واوړېد                          زړه يې وچاودى په منډو

بيا،  د کندهار د محبس د ماتولو رسوايي  پېښه سوه چي ښايي څوک يې په تاريخ کي بل مثال پيدا نه کړاى سي.  د کندهار د ولايت چارواکي دونه غافل او بيده دي چي د بنديانو د ساتلو هم  ندي.  بياودانول، برق، اوبه، امنيت، تعليم او تربيه، سړکان، او د پلونو  جوړول  خو مريخ او سپوږمۍ ته ختل دي.  پدې خارق العاده عملياتو کي، طالبانو د خپلو انډيوالانو په شمول نور بنديان هم ازاد کړل.

وروستۍ رسوايي د هند پر سفارت باندي تروريستي حمله وه چي بيان به يې لاندي ولولئ.  د کرزي حکومت  ددې ټولو پېښو او ناکاميو پړه پر پاکستان باندي اچوي.  که څه هم، د پاکستان نيت د افغانستان متعلق پاک ندي، خو پدې رسواييو کي د کرزي د حکومت بې کفايتي او بې غوري تر ټولو مهم او اساسي عامل دى.  هر څوک دښمن لري، خو هر څوک د ځان د ساتلو لپاره پلان او وسايل هم لري.  دا يوازي د کرزي تحميل سوى حکومت او د هغه بين المللي پلويان دى چي نه د ملک د ساتلو پلان لري او نه يې هم پروا لري.

د اکانوميسټ مجله د جولاى د مياشتي پر لسمه په کابل کي د دوشنبې د ورځي د تروريستي بريد په باب ليکي:  عيني شاهدان وايي د هندوستان د سفارت مخکي د يوه موټر بم تر چاودېدلو وروسته  تور لوگى، خاوري او دوړي اسمان ته پورته سوې.  د لوگي او دوړو څخه وروسته، د نورو ځانمرگي حملو په شان ددې مرگاني بريد اکثره قربانيان ملکي افغانان وه.  زياتره د هند د ويزې د اخيستلو لپاره ورغلي وه.  جمعا ٤١ مړه او ١٣٩ تنه ټپيان وه. 

د کال ٢٠٠١ راپدې خوا،په کابل کي دا تر ټولو ستره مرگانۍ حمله وه.  پدې کال کي، دا درېيمه غټه حمله ده چي القاعده او طالبان يې کوي.

افغاني پوليسو تر اوسه پوري قريب ٤١ فيصده انتحاري حملې شنډي کړي دي چي د هغوى زياتېدونکى مهارت ښيي.  بلخوا، اکثره افغانان د ځانمرگي بريدونو څخه کرکه لري، او ځانمرگي  پوليسو ته پلاس ورکوي.

پدې روان کال کي، طالبانو مهمي حملې کړي دي.  د جنوري په مياشت کي يې د کابل پر يوه مشهور هوټل موفق بريد وکړ.  د اپريل په مياشت کي يې پر يوه پوځي پرېټ باندي حمله وکړه چي دکرزي په شمول وزيرانو، د مجاهدينو پخواني مشرانو، دپلوماتانو، او د افغانستان پوځ فرار وکړ.   تېره مياشت، طالبانو د کندهار لوى محبس په يوه خارق العاده عملياتو کي مات کړ.  همدا پېښي، د طالبانو لپاره ستري تبليغاتي کاميابۍ وې. 

په عراق کي، القاعدې سختي ضربې لېدلي دي او هلته ډېره کمزوره سوې ده.  ددې امکان سته چي همدې تروريستي ډلي خپله پاملرنه  افغانستان  ته ور اړولې وي.  ښايي د القاعدې او افراطيانو همدا فعاليتونه په پاکستان کي تنظيم سوي وي.  مگر طالبانو د دوشنبې  د حملې مسوليت ندى منلى. 

 د هند د سفارت تر حملې سمدستي وروسته، افغاني استخباراتو پدې حمله کي  د پاکستاني استخباراتي ادارې اې. ايس. اې د لاس لرلو په باب خبري پيل کړې.  هندي مطبوعات هم پدې حمله کي پاکستان لتاړ بولي. 

د کال ٢٠٠١ راپدې خوا، په افغانستان کي د هند نفوذ ډېر سوى دى.  هند د  افغانستان په بياودانولو کي هم پوره ونډه اخيستې ده.  پاکستان په افغانستان کي دهند دقوت او نفوذ په ارتباط سخت ډار لري. 

پدې وروستيو مياشتو کي، د افغانستان او پاکستان تر مينځ اړيکي خړي پړي سوي دي.  جمهورريس حامد کزري څه موده مخکي لاپي شاپي وهلي چي د طالبانو د ځپلو په غرض به افغاني عسکر پاکستان ته ور واستوي.   ځيني مبصرين وايي چي کرزي  د بل کال د انتخاباتو په خاطر همدا خبري کوي ځکه په افغانستان  کي حالات ډېر خراب دى او د خوراکي موادو بيي هم زياتي جگي سوي دي. 

په همدې لړ کي، د نيويارک ټايمز اخبار د جولاي د مياشتي پر ٩ باندي ليکي:  په افغانستان کي يو ځل بيا پر هندي گټو باندي مرگانۍ حمله وسوه.   هند د افغانستان په بياودانولو کي ډېري زياتي پيسې لگوي، ځکه هند پوهېږي چي د مرکزي اسيا د تيلو او گازو زېرمو ته د رسېدو لاره  په افغانستان کي تېره سوې ده.  هند په افغانستان کي څه د پاسه ٧٥٠ ميليونه ډالره د سړکانو پر جوړولو، د معلمانو پر روزلو، او دپارلمان پر جوړولو باندي لگولي دي.  همدا اوس، قريب ٤٠٠٠ هنديان په ا فغانستان کي په کار لگيا دي. 

په نوره دنيا کي ښايي د هند پر سفارت باندي د دوشنبې حمله د نورو تروريستي بريدونو په شان انگېرل سوې وي.  خو د هند په پايتخت کي د همدې مرگانۍ حملې تعبير بل ډول دى.  په بل عبارت، دا حمله د هند لپاره يو پيغام لري او بس.  هغه دا چي هند بايد له افغانستان څخه و ايستل سي.  مگر د هند صدراعظم، من موهن سنگ، پخپله وينا کي وويل چي هندبه د افغانستان په بيا ودانولو کي خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.  هندي مطبوعات هم په افغانستان کي د هند د فعاليت او ونډي دفاع کوي او حتى هغه هيواد ته د هندي عسکرو د استولو خبري هم کوي.