د هلمند په سنګين ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواكونو تر منځ نښته سوې چي دواړي خواوي يوبل ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعاوي كوي .
بهرنيو ځواكونو د چهارشنبې په ورځ په رالېږل سوې خبرپاڼه كي د شپږو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دى .
په اعلاميه كي راغلي دغه جنګيالي هغه مهال د سنګين په مربوطاتو كي ووژل سول كله يې چي ددوئ د ځواكونو پر ګزمې بريد وكړ ، چي وروسته ددوئ د زندان څخه څو تنه ملكي كسان هم ازاد سوي دي ، او ددوئ سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي .
سيمه ايز خلك د څلور ولسي خلكو د وژل كېدو خبره هم كوي .
وسله وال طالبان وايې ددوي او بهرنيو ځواكونو تر منځ په پرونۍ نښته كي دولس بهرني سرتيري وژل سوي دي .
سنګين د هلمند يوه ډېره نا ارامه ولسوالۍ ده چي د چارواكو په وينا تر ډېره يې اطرافي سيمي د وسله والوطالبانو په لاس كي دي