زابل کې د افغان پوځ په برید کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپیان شوي .
پېښه تیره ورځ ناوخته د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې .
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال لراوبر ته وويل چې د ولسوالۍ په سپين پوټي سیمه کې وسله والو طالبانو غوښتل چې پر امنیتي پوستو باندې ډله ییز برید تر سره کړي .
ښاغلي سیال وویل د مخکنیو معلوماتو له مخې افغان ځواکونو د وسله والو د راغونډیدو پر مرکز د توپ برید وکړ چې په وژل شویو ۸ کسانو کې يې د ۲ تنو جسدونه په سیمه کې پاته دي .
ارغنداب د زابل له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې د وسله والو طالبانو تر څنګ پکې بهرني وسله وال جنګیالي هم فعال دي .
وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د توپچي برید په اړه کومه تبصره نده کړې .