داځل امریکایې ډیوډسن د طالبانو او داعش ترمنځ د رابطې پوښتنه وکړه، او د طالبانو نظر یې په دي اړه وغوښت:
دکتور عبدالطیف نظري ورته وویل چې: طالبان په دي نظر دي چې داعش افغانۍ ښکارنده نه ده، د بهرنیانو لخوا یې ملاتړ کیږي. نظري زیاته کړه چې عام افغانان په دي نظر دي چې داعش او په سېمه کې نورې ترهګرې ډلې د امریکا ملاتړ له ځانه سره لري، امریکا غواړي د همدې ډلو په واسطه خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ځان ورسوي. امریکا په سوریه کې جبهة النصر، لیبیا کې د خپلواکې غوښتونکو ډلې، عراق او سوریه کې هم له ورته ډلو څخه ملاتړ کوي.
ورځ تر بلې له طالبانو سره د ولس ملاتړ زیاتیږي. ستاسي امریکایانو د ناسمو تګلارو له کبله موږ ولس د طالبانو ملاتړ ته اړ شوي یو او د طالبانو ملاتړ کوو، ځکه هغوی له ترهګرو ډلو سره په رښتونې توګه جګړه کوي. او نه غواړي چې افغانستان دې د بل چا تر واک لاندي وي.
طالبان د اشغال او د امریکا د پوځي شتون پر خلاف جګړه کوي، په دې برخه کې له طالبانو سره د ولس ملاتړ شته، د امریکا نظامي حضور دلته څوک نه شي منلای او زغملای.
لیکوال: نظرمحمد مطمئن