د پاكستان دپوليسو مشر وئيلي دي چې داسلام اباد په ميلوډى چوك كښې دځانمرګى بريد او په كراچۍ كښې دنورو چاودنو له مخې دپيښور په ګډون دصوبه سرحد په نورو ښارى سيمو كښې دامنيتى ځواكونه چمتو كړي شو او استخباراتى ادارې او پوليس په سيمه كښې ګزمې كوى په پيښور كښې سپيشل برانچ ادارې په ځانګړې توګه فعالې اواغيزمنې شوى دى دريلوى سټيشن ، دبسونو داډو ، دماركيټونو، دسينماګانو او دټولو دولتى او نادولتى تعليمى ادارو امنيت كلك ټينګ شوئ دئ .