د جاپان په شمال د هوکايډو په جزيره کي د جي ۸ هيوادو سر مشريزه غونډه نن دوشبنه (د جولای اومه) جوړه سوه . په دغه درې ورځنۍ سر مشریزه غونډه کي چي د نړۍ د اتو صنعتي هيوادو د مشرانو په ګډون د اسټرلیا، برازیل، چین، هندوستان، اندونزیا، مکسیکو، جنوبي کوريا او جنوبي افریقا هيوادو مشرانو د مېلمنو په توګه حضور لري .
په دغه سرمشريزه کي د نړۍ د ۲۲ هيوادو مشرانو برخه اخيستې ده چي اووه تنه يې د افريقايي هيوادو مشران دي . د تانزانیا، اتیوپيا، ، نایجریا، سنيګال، ګيانا او د الجزایر د هيوادو مشرانو هم د مېلمنو په کتار کي برخه لري .
سر مشريزه غونډه به د مځکي د جوي بدلون او د هغه دکنټرول پر لارو چارو، د نړۍ اقتصادي بحران، د غذايي موادو ګرانوالی او په نړۍ کي د تيلو د نرخ لوړېدل، هغه ترټولو مهمي موضوعګاني دي چي غور ورباندي کيږي .
ډېر څېړونکي په دې باور دي چي د صنعتي هيوادو مشران نشي کولای په دې درې ورځو کي د نړۍ دغه جدي مشکلات او جاري بحرانونه حل کړي .