د يك شنبي په شپه د هلمند به ناوي ولسوالي كي د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ جكړه سوي چي ويل کي.ي دواړو خواو ته ځاني زيانونه اوښتي دي .
د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمدحسين انډيوال وايي په دغه نښته کي اووه طالبان او دوه پوليس وژل سوي او شپږ طالبان ټپيان سوي دي .
وسله وال طالبان د خپلو دريو ملګرو د وژل کېدو تر څنګ د دريو پوليسو د وژل کېدو ادعا کوي ، ځايي خلک وايي دولتي سرتيرو او طالبانو تر منځ جګړې د شپې تر وروستيو پوري دوام درلود ، اوس سيمه دپوليسو په لاس کي ده .