د امريکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشريز انتخابات ډونالډ ټرمپ وګټل، نوموړی د امريکا ۴۵م ولسمشر سو خو د ولسمشرۍ لوړه به شاوخوا درې مياشتي وروسته د جنوري په مياشت کي وکړي.
جمهوري غوښتونکو نه یوازې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې بلکې د استازیو او سنا جرګو انتخابات یې هم ګټلي دي.
هيلري کلينټن ولس ته وينا ونکړه خو ټرمپ وايي چي هيلري د مبارکۍ لپاره ټيلفوني خبري ورسره کړيدي.