د يك شنبي په شپه د هلمند په ناوې ولسوالي كښي د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ جګړه سوي چي ويل كيږي دواړو خواته ځاني زيانونه اوښتي دي .
دهلمند د پوليسو مشر مل باسوال محمد حسين انديوال وايي چي په دغه نښته كښي اوه طالبان او دوه پوليس وژل سوي او شپز طالبان ټپيان سوي دي .
وسله وال طالبان د خپلو دريو ملګرو د وژل كيدو تر څنګ ددريو پوليسو د وژل كيدو ادعا هم كوي .
ځايي خلك وايي د دولتي سرتيرو او طالبانو تر منځ جګړي د شپي تر وروستۍ دوام درلود او اوس سيمه د پوليسو په لاس كښي ده .