همدرد نیازی
د لوی افغانستان تحریک په مرسته د کلیوال ملګري ټولنې له لورې د مزارشریف، جلال ابا، او کونړ تر څنګ په غزني کې هم په دوولسم اګست د بابړې د شهیدانو په یاد کې غونډه وسوه، په دغه غونډه کې چې د قاضي محمد امین رفیقي له لورې د قران کریم په مقدسو ایاتونو سره پیل سوه، په کې د کلیوال ملګري ټولنې د غړو ترڅنګ په لسګونو تنو سیاسي ځوانانو، ژورنالیستانو، مدني فعالانو او ولسي خلګو ګډون کړی وو.
د کلیوال ملګري ټولنې به مرکزي دفتر کې ددغې غونډې د نظامت چارې انعام الله ګوهر پر مخ بیولې او د غونډې په پیل کې د همت بنسټ ریس قدرت الله نرمیوال سټېج ته وبلل سو او د کلیوال ملګري ټولنې په استازیتوب یې وینا وکړه، هغه د دغې غونډې تر ځنګ د ټولنې په هڅو رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې ټولنه به یې هر وخت په همدا ډول موضوعاتو باندې غونډې کوي، هغه وویل: د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته قامونه پښتانه دي، یوه وینه ده، یوه ژبه ده، یو قام دی، یو دړد دی، یو غم دی او یوه خوشحالي ده، هیڅوک هم نوک او وورۍ نه شي بېلولای.
محمد انور دانشیار د کلیوال ملګري ټولنې د ریس عبدالمجید ژړاند د بابړې د شهیدانو او پېښې په اړه لیکلې مقاله وړاندې کړه، ژړاند په خپله مقاله کې لیکلي دي چې: نن بیا د طبعِيت تندی ګونځې، ګونځې دی، نن بيا د پښتون د تقدير دښته په وينو سره ده، نن د تشدد پر ضد د درېدلو افغانانو ويرجنه د شهادت ورځ ده. له نن څخه اته شپېته کاله وړاندې د خیبر پښتونخوا د چارسدې بابړې په ميدان کې سلګونه پښتانه راووتل او د باچاخان، ډاکتر خان صاحب، قاضي عطاوالله، ارباب عبدالغفور او نورو خدايي خدمتګارانو د نيونې په غبرګون کې په لاريون لاس پوري کړ، تر څو د خدايي خدمتګارانو زنداني مشران راخوشي شي.
مجید ژړاند زیاته کړه: د بابړې ميدان ته په سلګونه د عدم تشدد لارويان راټول شول، بابړه کې يې د خپل حق غږ پورته کړ، د خپلو مشرانو د خلاصون اواز يې بدرګه کړ. د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير قيوم خان کشميري په امر سامراجي فوځ ته امر وشو، چې په لاريون والو ډزې وکړي، د عدم تشدد لارويان د تشدد قرباني وګرځېدل، د مېرمنو چيغې او ساندې پورته شوې، ماشومان په شهادت ورسېدل، سامراجي فوځ زړه نه د مېرمنو چيغو او کريږو نرم کړ او نه يې هم د سپېڅلي کتاب له شهادت څخه د ټوپک خولې واړولې.
که څه هم چې د بابړې پېښه په پښتون افغان وطن کې لومړۍ او وروستۍ خونړۍ پېښه نه ده، نو حبیب الرحمن تاثیر په دغونډه کې په خپله وینا کې د قیصه خوانۍ، ټګر او هاتي خيلو ترڅنګ د بابړې په پېښه خبرې وکړې او ویې ویل: که څه هم چې د دغه شهیدانو کره شمیر نه دی مالومه خو د (۶۰۲) وژل سویو کسانو له کورنیو څخه د وخت حکومت په داسې حال کې د خپلو ویشتل سویو مرمیو پیسې اخیستلې چې هر څوک به راځي د ګولیو پیسې به ورڅخه اخیستل کیږی او مړی به وړي ګنې پرته له تاوان څخه مړي نه ورکول کیږي او د وخت بادار په دغه حکمنامه کې 11395 روپۍ د شهیدانو د وارثانو څخه واخستلې او دا چې د افسوس او د ظلم د انتها خبره خو لا دا وه چې کوم ټپيان به یې روغتونونه ته وړي وو له هغو څخه یې د هغو مرمیو پیسې هم اخستې چې په دوی ورباندې ویشتل سوې وې، دا چې ډیر ټپيان به یې په روغتونونو کې په قصدي توګه شهیدانول او ډېر زیات شمیر مړی یې دریابونو ته واچول.
حبیب الرحمن تاثیر وویل: پاکستان کوښښ کوی چې دا ډول پېښې د پښتنو او افغانانو له ذهنونو څخه وباسي، خو دا د هغه تر ټولو لویه بيوقوفي او خام خیالي ده، ځکه تاریخ ټول دا ډول ثبوتونه، نشانیانې او شاهدان په اسماني څوکو او یا د دریابونو په تل کي پیدا کوي او مخامخ کوي یې، نو نه بیا له هغه څخه څوک انکار کولای سي او نه هم د انکار کولو همت، اوښیار دوښمن د بابړې د قتل عام او د قیصه خوانۍ د قتل عام ټول ثبوتونه، ټولې نشانیانې او ټول شاهدان په ډیره اوښیارۍ سره ړنګ کړي وو، لیکن نن هغه دا دی ټول خلګ د دې کار په خلاف ولاړ شوي دي او له دي څخه انکار نه کیږي، سوچ کوم چې د هغه ظلم کولو والا چې تر اوسه یې همدا ظلم جاري ساتلی دي څه وخت پشیمانه کیږي؟
هغه زیاته کړه تر څو پورې چې پښتانه د یووالي پر لور قدم وا نه خلي او د لوی افغانستان د جوړیدو هڅه ونه کړې تر هغې پورې به همدا ډول له وژنو، بیسوادۍ او درپه درۍ سره مخ وي، دغه غونډې د دوعایې په لوستلو او خیرات په خوړلو سره پای ته ورسیده.