د ناتأیید سوو راپورونو له مخي په ترکیه کي فوځي کودتا پيل سوې د فوځيانو په وینا د ترکيې هر څه د دوی په لاس کي دي، خو د
ترکیې لومړی وزیر یلديريم دغه خبره رد کړې او زیاتوي چي هغو ته به سخته سزا ورکړي چي د فوځي کودتا کوښښ کوي.
د استانبول او انکره په ښارونو کي تر عادي حالت زیات فوځیان دوري – هوري کيږي او د استانبول د ښار د بوسپوروس دوه پلونه يې د ترافیک پر مخ بند کړي دي. ویل کيږي چي فوځیانو له ترکي پولیسو څخه وسلې اخیستي دي.
دغه راز له ترکیې څخه ټوله الوتني ځنډېدلي او د هوايي ډګر سره ټانګان ګرځي. په ښار کي ډزي اورېدل کيږي. عام وګړي کوښښ کوي چي له بانکونو کافي اندازه پیسې راوکاږي او د راتلونکو ورځو لپاره اوس لا پوره غذايي مواد وپيري.
د ترکیې ولسمشر د رواني کودتا پر مهال د خپل هيواد څخه بهر تللئ وو خو په عاجل کنفرانس کي يې پر ټولو ترکیانو ږغ کړئ چي سخت مقاومت دي وښيي، کوڅو ته دي راووزي او د فوځیانو مخه دي ونیسي. علاوه پر دې د تازه راپورونو له مخي د دولتي ټلویزیون پر تعمیر او په انکره کي د پولیسو پر یوه مرکزي هډه سخته حمله سوې ده.
د انځور منبع: AFP
د ترکيي د فوځي کودتا په اړه ځانګړی لنډ راپور:
مختار احمد احسان