سپين سپېڅلی شعر
سردې راهسک له تورو خاورو کړه
ننګياله!
سترګې دې يوځلې بيا وغړوه
او وګوره په غټو غټو يو وار
چې ستا تر مرګ راوروسته
ـ په تېرو څو کلو کې ـ
څومره ناخوالې او بخولې نورې،
ستا پر کورکلي چم ګاونډ راغلې!
يوځلې بيا قلم راواخله پسې
او واړه وپېيه يو مخ
په مرغلين کې د ورېښمو د شعر،
ها د لړ- پښېلې له بېړيو ازاد،
د تول و تال له اتکړيو ازاد،
هغه رنګين سپين و سپېڅلی شعر!
خدای مکړه،
هرڅه شي له سېلمې
ناويلې، ناليکلې پاتې
او د تاريخ له ياده ووځي
بې کرښپله،
د تل لپاره،
تل تر تله!!؟
اروپا پارک،31-5- 08