تر دې سرلیک لاندې )هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې( په لومړي ځل د ټول هېواد په کچه د لغمان ولایت مقام له لوري د جرګو په کور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وشوه چې خپله بې سواده مګر د ژوند د سختو شرایطو او تپل شوي جنګ باوجود یې د لاس په تڼاکو او د خولو په تویولو خپل اولادونه روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.په دغه مراسمو کې د لغمان او نورو ولایتونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرانیستونکې وینا پرمهال وویل ویاړم چې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه کوم چې د لاس په تڼاکو، د خولو په تویولو ،د ژوند د سختو ستونزو، ننګونو او تپل شوي جنګ باوجود یې د هېواد په ترینګلو شرایطو کې د خپلو اولادونه د ښوونې او رزونې ملاتړ کړی تر ښوونځي او پوهنتون پورې یې رسولي، د افغانستان راتلونکې یې روښانه کړې،د ناپوهۍ بنسټونه یې نړولي او د هېواد مادي او معنوي پانګه یې بډایه کړې ده.
لغمان والي هغه کسان بدمرغه او وحشي یاد کړل چې په افغانستان کې د علم،پوهې،یووالي او پرمختګ په وړاندې جګړه کوي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ زغم نه لري،پرټولو کورنیو او پلرونو یې غږ وکړ چې د خپلو اولادونو روزنې ته توجه وکړي د پوهې او قلم په قوت سره خپل هېواد وژغوري.
وروسته یو شمېر ګډونوالو خبرې وکړې، د لغمان والي د دې نوښت ستاینه یې وکړه چې په لومړي ځل یې د دوی د درناوی او ستاینې غونډه جوړه کړه .
د مراسمو یو بل تن برخوال عاقل شاه سهاک د هغه همکاریو او مرستو یادونه هم وکړه چې په سختو شرایطو کې ورسره عبدالجبار نعیمي ترسره کړي او د ده داولادونو د تعلیم په برخه کې یې نه هیریدونکې مرسته کړې ده.
د مراسمو برخوالو دا هم وویل چې د جوړې شوې غونډې داهمیت او ارزښت پیغامونه به د هېواد نورو ولایتونو ته هم استوي ترڅو په هر ولایت کې هر مسوول په ورته توګه د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وکړه چې په زحمت او تلاش سره یې خپل اولادونه روزلي دي.
د مراسمو په وروستیو کې را بلل شویو پلرونو ته د درناوي په خاطر ستاین لیکونه،ملي بیراغونه او تحفې ورکړل شوې
امیرزېب دُراني