دعوت پر له پسې ۲۰۷– ۲۰۸ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي :
- · سرلیکنه محمد طارق بزګر
- · پکه دا دې لا بله سپکه مماڼه صافۍ
- · د آمن دوهمه جرګه او د سولې پلان ډاکټر روستار تره کی
- · ځوان امیرمحمد افغان د پيښور پوهنتون نه د سروزرو مدال ترلاسه کړ (مرکه)
- · بي ففټي ټو احمد شاه بهاند
- · نګاهی به نقش سیاسي محمد ظاهرشاه کاندیدای اکادمیسن سیستانی
- · واصفي: ټول ډالر بهرنیان غلا کوي (خبر)
- · روسیه په افغانستان کې د ناټو شتون ته مزاحمت کوي (خبر)
- · د پاکستان سره د دوستم د پټو اړیکو سند خپور شو خبر
- · ګاردین: په افغانستان کې له ماتې سره مخ یو ژباړن: میرویس عمرخیل
- · دا نوې ژبه وپیژنه د احساساتو ژبه ډاکټر حبیب الله ببرکزی ځدراڼ
- · جرګه آمن و دورنمای صلح: جرګه آمن بدون اشتراک مقاومت مسلح هیچ دست آوردی برای آمنیت نخواهد داشت ډاکتر روستار تره کی
- · کوچیان د افغانستان اوسیدونکی دي عبدالله شیرزی
- · معضله کوچی ها با اهالي حصه دوم بهسود ولایت میدان وردک سازمان حقوق بشر افغانستان
- · کوچیان به سږکال د هزاره وو سیمو ته نه ځي (خبر)
- · کرزی صاحب ستا مرستیالان ولې فاجعې او ناتار ته لمن وهي افغان
د وریښمو کارون
د دعوت د دې ګڼې شاعر په ناروې کې اوسیدونکی ښاغلی مصطفی آمن دی چې د پیژندنې تر څنګ یې لاندې شعرونه خپآره شوي دی:
- بختور اختر
- تنکي ګلان
- څه وکړمه
- سجدې
- نالوستې پاڼه
- غزل
- سندره دې د مېنې ده
- د حسن سیپاره
- لنډه کیسه : کله چې ته وې کل اغا احمدي وردک
- او نور ډیر په زړه پورې مطالب
انګلیسي مطالب
The Smoke and Mirrors of International Monetary Policy
The Absence of Evidence is not Evidence of Absence
Afghanistan: Courting Financial Disaster by. Bruce G. Richardson
Ahadi’s Coup by: Bruce G. Richardson
Opposition to more soldiers in Afghanistan News
په سرلیکنه کښي لولو:
کوچیانو ته باید خپل حق ورکړل شي
د ډیر وخته د کوچیانو د ستونزو خبرې کیږي او په هېواد کې چې د هرې
مهمې پیښې په اړه فیصله کیږي نو بیا هم کوچیان قرباني وی لکه په ټاکنو کې، په لویه جرګه کې د حکومتي چوکیو په ویش کې، د سیمو د ویش او اوسیدنې د سیمو د ټاکلو په برخه کې.
کوچیان بومي پښتانه او د افغانستان اصلي اوسیدونکي چې د تاریخ په اوږدو کې د دوی حقونه د وخت د مختلفو حکومتونو له خوا خوړل شوي دي.
په تیرو دریو لسیزو کې کوچیانو هم د نورو افغانانو په څیر بیشمیره تاوانونه ولیدل او تر هر چا زیات وځپل شول.
خو د ټولو زیات په وروستیو شپږو کلونو کې د نورو لږه کیو غواوې لنګې شوې خو کوچیان د خپلو رمو او څرځایونو نه هم بیبرخې شول چې ښه بیلګه یې په میدان وردګو او نورو مرکزي سیمو کې د ولسمشر ښاغلی کرزي د امر په اساس د دغو سیمو نه د کوچیانو ویستل او څر ځایونه او د اوسیدو سیمې یې هزاره توکمو ته ورکړل شوې. دا په تاریخ کې لومړی ځل وو چې افغان حکومت د دغو سیمو نه د قانوني اسناد د شتون سره کوچیان وویستل.
د ښاغلی کرزي په شپږ کلنه واکمنۍ کې هره څپیړه د پښتنو په مخ لګیدلې او تر اوسه دا لړۍ همدا شان روانه ده چې کوچیان د نورو زیات قرباني شول او کیږي.
کوچیان په تیرو شپږو کلونو کې د شمالي ټلوالې او د هغوۍ د امریکایی انډیوالانو له خوا د طالب او القاعده په نوم ښه وټکول شول او په ځینو ځایونو کې یې مالونه چور او د هېواد د ډیرو سیمو دروازې یې په دې جرم چې پښتانه دی پر مخ تړل شوي.
حق باید حقدار ته ورسیږي او د سازش او افغان دښمنۍ سیاست ته باید د پای ټکي کیښودل شي. مرکزي حکومت باید د هېواد د ټولو اوسیدونکو سره یو شان برخورد وکړي.
د دې تر څنګ دا ضروري ده چې د کوچیانو ملیوني ولس ته باید د دایمي میشته کیدو له پاره د هېواد په مختلفو سیمو په ځانګړي توګه په شمال کې ځمکې ورکړل شي او د نورو افغانانو په شان دغه مظلوم خو غیرتي ولس ته د ژوندانه ټول شرایط برابر شي.
کوچیان او ټول پښتون ولس باید بیدار او د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقه حقوقو پوښتنه وکړي او که تل به د څپیړې پرمخ خوري.
یادونه:
درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ.
دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat
P.O.Box 289,
2001 Lillestrøm
Norway