ای وطنه ستا باغچو پسي خپه یم
ستا پای لوڅو پښتنو پسي خپه یم
تل یادیږي مي دا ستا لوړي ژورې
ستا ددنګو دنګو غرو پسي خپه یم
**
د نارنج د ګل مېله په ننګرهار
ستا د پېغلو په وربل ګلان قطار
اوښکي ځي مي له چشمانو بې اختیار
ستا د شاړو او مېرو پسي خپه یم
**
وینم خوب ستا د ځوانانو اټنونه
ستا د کلو د سپین خټو لوړ برجونه
ستا دودونه ستا د خلکو رواجونه
ستا د کلو او بانډو پسي خپه یم
**
ای وطنه ای ځما د زړګـــــي سره
خدای دي خلاص کړه له جګـــړې او له شره
ستا نه نه یم زه هیڅکله بــــــې خبره
زه مل ستا ټول اولسو پســــــــي خپه یم
*****
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
می کال دوه زره پنځه جرمني