رالیږونکی: د جګړې ضد ځوانان
په ننګرهار کې د سولې او کرکټ تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېده!
د جګړې ضد ځوانانو په نوښت دغه ټورنامنټ چې د ولسوالیو په کچه پکښې۳۶ لوبډلو برخه اخیستې وه پرون د جمعې له لمانځه وروسته پس له یوې په زړهپورې لوبې چې "سوپر اوور" ته لاړه د ملک نجیب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
د فاینل لوبې د انعاماتو او جوائزو د تقسیم په مهال د کابل څخه ورغلو دجګړې ضد ځوانانو په استازیتوب خیرالله شینواري لوبغاړو ته د وینا پر مهالوویل چې کرکټ د نړۍ د مختلفو هیوادونو په سیاسي بهیرونو کې مثبت روللوبولی او د ویښو ملتونو په سرنوشت کې ځلانده تاریخ لري، هغه په افریقا کېد اپارتاید "نژادي تبعیض" په ختمولو، د استرالیا د خپلواکۍ په اخیستلو، دهند او پاکستان د سیاسي کړکېچونو په کمولو او داسې نور مهمو مسایلو کېد کرکټ لوبې رول ته په اشاره ځوانان دې ته متوجه کړل چې د دغې لوبېڅخه باید د افغانستان کې د جګړې په ختمولو او د سولې او عدالت په تامینکې ګټه پورته کړي، د ریښتیني یووالي لپاره زیار وباسي او د خپلو نوروبوختیاوو ترڅنګ د لوبې په ډګر کې د مینې،محبت او یووالي پیغام ورکړي.
همدارنګه په ننګرهار کې د ځوان فکري بهیر او د جګړې ضد ځوانانو استازيعبدالسمیع واحدي د روانو لوبو په اهمیت خبرې وکړې او دا لوبې یې دځوانانو تر منځ د منفي رقابتونو، سمت او خېل بازیو، بې ځایه وخت تېرولو،شخړو او جنجالو په له مېنځه وړلو کې تاثیرناکه وبللې او له چارواکو یېځوانانو ته د ورته مواقعو د برابرولو غوښتنه وکړه.
هېره دې نه وي چې د فاینل لوبې کتلو ته قومي مشران، علماء، د مدني ټولنېفعالین،د لوبو د څانګې مسولین او سلګونه ځوانان راغلي وه چې د لوبې خوندیې یوه په دوه زیات کړ.