په پرنسيب او ماهيت کي زه هيڅ ډول فلسفي ويش ته نه قايل يم اونه پري باور لرم ،او لکه چي دمخه هم پدي موضوع بحث شوي ،د فلسفي مجموع الجزائر دموجوديت دپاره هيڅ ډول دليل وجود نلري ځکه چي جهان ،نظام او قانونمندي په کل کي واحده او دواحدي فلسفي عامي قانومندۍ پواسطه افاده کيږي . ځيني کسان هڅه کوي فلسفي قانونمندي په اصطلاح دساده ميخانيکيتونو اوځانګړو قوانينو په افادي سره ساده او عام فهمه کړي . ساده ميخانيکيتونه او دحواسو لوبي ددي په عوض چي فلسفه ساده کړي هغه په سفسطه اود لاري دسر بحثونو بدلوي . ارسطوهم دکل په عوض داجزاوؤ په ذريعه يعني د عامو مفاهيموپواسطه نه بلکه د جزئي قضا ياوؤ او حسي ادراکا تو دلاري فلسفه قابل دافادي او تحليل ګڼله .
ماؤ دزي دون هم په خپلو اثارو کي هڅه کړي دساده ميخانيکيتونو او ځانګړو علمي قوانينو په ذريعه فلسفه ساده اوعام فهمه کړي .ليکن ددغه استقرائي او قياسي لوبو په ځغلنده حرکتونو کي فلسفه معمولاً خپله لاره ورکوي او ددي په عوض چي ساده شي فهم ئي مشکليږي . البته دموضوع دپوهاوي داسانتيااو تفکيک په خاطرکيدلي شي موضوعاتي او يا بل هرډول ويش چي په هيڅ صورت به دبنيادي ماهيوي تباين په معنا نه وي ، رامنځته شي . پورتنۍ موضوع ما پدي خاطر عنوان کړي چي په فلسفي نظام کي د بي مورده فلسفي ملوک الطوائفي موجوديت دسترو اشتباهاتو اوابهاماتو باعث شوي او فلسفي علمي فضاء ئي تته او خړه پړه کړي ، بايد چي لازم وضاحتونه رامنځته او دشکونو فضاء رڼه شي .
داسلام ظهور په بشري ژوند کي ستر علمي ،اجتماعي ،مذهبي ،سياسي ، اقتصادي او عقيدوي بي ساري او بي بديله ژور کمي او کيفي انقلابي هر اړخيز بدلون ګڼل کيږي . ددغه هراړخيز کمي او کيفي بدلون ستر اعجاز پدي کي وؤ چي دغه ټولو ارزشونويعني علم د يوه معلوم الحال امي انسان په وجود کي تحقق پيداکړ او دهيچا دپاره دشک او پوښتني دليل په لاس نه شو ورتلاي . دجهان ، دين ،مذهب او خدايانو په باره کي زاړه طلسمات ړنګ او دژوند دټولو شًونو سره علمي کړه وړه پيل او يواځي علم دجهان او ټولو خلقتونودپيدايش ،بقاء،تعادل ،توازن ،تحول او تکامل معيار او محک ومنل شو . علم هميشه هغه منطق ،هغه دليل او هغه وسيله ده چي يواځي په منلو ئي هرسړي مجبور ګڼل کيږي او په مقابل کي ئي دبرهان اودعوي داقامی امکان چا دپاره وجود نلري .
يواځي داسلام دين ،داسلام برنامه ،داسلام اصول او مناسبات دي چي دلومړۍ کلمي ،لومړۍ جملي اولومړي بيان څخه يوه امي انسان ته داقرء په حکم سره دقرئت ،لوح ،قلم ،کتاب ،علم او ديته ورته عباراتو په تکرار تاً کيد کيږي ،ټولو تبعيضونوته دپاي ټکي ږدي ، بشريت دپاره دعادلانه ذات البيني مناسباتو او سوليًز ګډ ژوند ابدي برنامه او شرايط وړاندي کوي او دبشري ژوند دټولو اړخونو ،طبيعي او شعوري ټولو پديدوسره په حقيقت کي واقعي علمي کړه وړه پيل او لوي واحد خداي ،لوي واحدعلم او لوي واحدجهان يوتربله لازم وملزوم ابدي قائم باالذات حقيقت او نه شليدونکي بالذا ةِ قانونمند واقعيت جوړوي او دخداي دمقضي الامر ارادي له مخي علم ،دين ،فلسفه ،واقعيتونه او عملي ژوند په يوه محور او پايدار ه بناء باندي اتکاء پيداکوي . که ارشميدس ويلي وؤ چي «ماته د اتکاء نقطه راکړئ زه دانړۍ په بل مخ اړوم » نوموړي نقطه چي ټولي واهي تخيلي تيوري ګاني ،عقايد،نظريات او بي بنياده وابستګئ او تړونونه ړنګوي او هرڅه دپاره عيني واقعي بنياد او اتکاء پيداکوي او دهر ډول شک او شبهي امکان له منځه وړي ،يواځي هغه حقايق دي چي داسلام دظهور او اسلامي هر اړخيز انقلاب په نتيجه کي شرف دمعرفت پيداکوي .هو!دلوي خداي دلوي علم له مخي همزمان ،هم مکان ،متحول ،ستاتيک ديناميک قانونمند جهان پيداکول او په دغه لوي عظمت سره دغه لويه سراسري ابدي قانونمند ي ديوه امي انسان په ژبه ، نه د يوه کتاب په شکل چي دکوم سفر څخه ئی دځان سره راوړي اوسي بلکه ددرويشت کلن عملي روزمر ه ژوندپه اوږدوکي پداسي عباراتو افاده کيدل چي د ادبیاتو ،شکل او محتواله مخي ئي ساري وجود نه درلوداو لو ي اعجاز ګڼل کيږ ي .
حتما ً هم هغه وخت ،هم نن او په راتلونکي او ترابده پوري قابل قبول او بلا شکه حقيقت او واقعيت په حيث منل په کار دي . د خداي ټول خلقتونه اعجاز دي خو تر ټولو لوي اعجاز علم دي . زما په عقيده انسان دپاره دژوند دهدف ،با شعوره کار او عمل ، ډاډ من سرنوشت ، عقيدي ،دخير ښيګڼي ټولنيزو ارزوګانو او ديته ورته نورو انساني مسًوليتونو دپاره پرته له علم څخه بله ډاډمنه تکيه ګاه وجود نلري . يواځي دعلم له مخي خداي انسان خپل خليفه وټاکه ،دا جهان دخداي دعلم له مخي قانون مند پيدادي ، ددي جهان او نظام بقاء ، معرفت او حفاظت يواځي دعلمي کړو وړو له مخي ممکن دي .
داسلام دمخه چي په هر قوم ،قبيله اومحل کي ځانګړو اديانو او مجازي خدايانو وجود درلود او اکثر خدايان به يا محلي واکداران او يا پخپله د بندګانوپه لاس او فکر جوړ مخلوق ګڼل کيدل او په ځيني مواردو کي به دخدايانو تعداد دبنده ګانوله تعداد څخه هم زيات وؤ او دواحد خداي ،واحدعلم او واحد جهان دمفکوري او مقولي سره ئي سمون نه درلود نو ځکه بي بنياده او مجازي خدايان او اديان هم نور دچا دپاره دمنلو وړ نه وؤ او خود منسوخ او پر ځاي ئی د اسلا م مبين دين دټول بشريت دپاره سراسري واحد ابدي دين په حيث ومنل شو. فلسفي او دين واحد علمي مفهوم ،مضمون او رسالت پيداکړ او په حقه سره ،لکه چي پورته اشاره وشوه په ټولو ساحو کي بنيادي علمي انقلاب رامنځته شو.
ددغه انقلاب اساسي مفاهيم څه ډول ارزيابي کيدلي شي ؟
۱ـــ هغسي چي داسلام په دين کي دوحدانيت مسًله په قاطعيت سره مطرح شوي ، په بل هيڅ دين او علمي تيورۍکي نه وه مطرح شوي . حتي په مسيحيت کي دوحدانيت مسًله د خداي ،دخداي ځوي او مقدس روح « اب ، ابن او روح القدس » دتثليث په دري ګوني اقنوم ولاړه ده .
۲ـــ دخداي وحدانيت دخداي د علم په بناء د « کن فيکون » د مقضي حکم په صدور د خداي د واحد لوي جهان دپيدايش مستلزم وګڼل شو او دمقدراتو له مخي انسان دخداي دعاقل او عالم خلف په حيث په قانونمند ډول دجهان په معرفت ماًمور وګر ځيده اود جهان وجود ،تحول او بقاء يواځي دعلم په بناء مقيده شوه او دا همغه داتکاء نقطه ده چي دمخه تردي ئي دبشر دپاره شرف دمعرفت نه درلود .
۳ـــ د « کن فيکون » دحکم په صدور او دعلم په بناء دجهان پيدايش ،تحول او بقاء قيديت او دهغي دتير ،حال او راتلونکي دڅيړلو امکان ، دخداي دعلم او فلسفي اساسي مسًلي او موضوع ته په قاطعيت سره ځواب ووايه او په فلسفه کي ئي بي مورده خيالبافيو ،تصوراتو،اوهامو ،سفسطو او نورو ټولو انحرافي تيوريګانو ته د پاي ټکي کښيښود . هغه تيوري چي ويل به ئي « اغاز و انجام اين کهنه کتاب افتاده است » پوچه او بي معنا وګڼله او دهر چا دپاره ئي د « کن فيکون » په حکم او مقوله همدا نن ورځ اودمادي وجد موجوده حالت د کار د پيل په خاطرخورا مناسب زمان او موضوع وګڼل .
۴ـــ علم او قانونمندي دجهان دپيدايش ،تحول او بقاء د عمده اصل په حيث ،دجهان سره دهر ډول کړو وړو طريقه او وسيله وګڼل شول او طبعا ً په دغه ډول منظم نظام کي غير قانونمند کړو وړو ته ځاي نشو پاتي کيدلي او ټول روحي ،عصبي اوعقلي ناروغان اوليونيان بايد په خپلو دتداوئ په مرکزونو تقسيم او يا لا اقل نن دغه ضروري عمل انجام شي او نړۍ دهغوئ دشر څخه وژغورل شي .
۵ـــ په بشري ټولنه کي داسلام ظهور دانقلاب په واقعي مفهوم سره غير قابل دتصور هر اړخيزه ژور کمي او کيفي بدلون وؤ او دهري پوښتني ځوابګويه ګڼل کيږي . خداي وجود لري ؟ خداي چيري دي ؟ داجهان څه وخت پيداشوي ؟ روح وجود لري ؟ د تناسخ مسًله څه ډول ده ؟ روح څه شي دي ؟ روح مقدم دي که ماده ؟ خداي څوک ليدلي او پيژندلي شي ؟ فلسفه علم دي ؟ دفلسفي اساسي مسًله څه ده ؟ دفلسفي موضوع به څه وي ؟ . . . دا ډ ول ټولو مسائلو او قضاياوؤته يواځي داسلامي انقلاب دظهور او اسلامي فلسفي له مخي پخپل وخت مقنع ځواب ويل ممکن دي . دغه ډول ځنو پوښتنو ته د « عينيت فلسفه » کي داسلامي انقلاب د بنيادي تحولاتو او حقايقو له مخي ځوابونه ويل شوي اوځيني نوروته به ځوان نسل دهمدغه احکامو دلاسته راو ړنو په بنياد ځوابونه وواي .
نن چي جمعي شعور دبلوغ مرحلي ته رسيدلي ، نن چي علم او تخنيک دارګانيک منطقي تحليل په مرحله کي دي او نن چي ددغه اوبي شميره نورو پرابلمونو په موجوديت کي نړيوال هغي ته دځواب له ويلو څخه عاجزدي او حاکمي کړۍ غواړی دځانونو د بقاء او تحکم په خاطر خپل اولسونه دهرډول غفلت او تباهۍ په مرضونو اخته کوي ،فلسفي ته او بالخصوص د اسلام په بناد نوي رامنځته شوي علمي فلسفي ته شديد ضرورت ليدل کيږي ترڅو دغه ټولو پوښتنو ته ځواب ووائي . مونږ غواړو د اسلام فلسفي قانونمنديو او د« حرکت » دتيزس ، د« عينيت فلسفه » د نوي روش او متودولوژۍ او دعلومو دچټک پرمختګ په بنياد پوهان ، ځوانان او ټول هيوادوال د يوه ستر رسالت دايفاء په خاطر د
« افغان فلسفي څيړنيز مرکز »
جوړولو ته راوبولو او دهر اړخيز خلا قانه هلو ځلو او ابتکاراتو هيله ئي کوؤ . اسلام دعلم په بناء ټول قانونمندجهان اوخلقتونه دي ، اسلا م دعلم په بناء بشريت ، قانون او مناسبات دي ،اسلام دعلم په بناء پخپله علم ،فلسفه او قانونمندي ده ، اسلام دعلم په بناء دين ،مذهب ،طاعت او عبادت يعني دنظام او ټول بشريت ترقي او حفاظت دي . عالم بشريت په دغه مرحله او زمان کي ددي سزاوار او مستحق وؤ ، دغه ډول مکمل دين ،قانون او نظام ولري او پکار داوو عا لم بشريت دا مشترک مسًوليت په مسًوليت سره په غاړه اخستي وي او منطقي ځواب ئي ورته ويلي وي . که دمخه تر دي ددي کار دپاره منطقي بنياد وجود نه درلود ،داسلام په ظهور سره دغه بنياد هم ايجاد شو . بايد دصداقت ،عدالت او علمي مقضي او مقدري قانونمند ۍ او ارزشونو په بنيادمتقابل مستلزم هم اهنګ عام بشري نظام هر اړ خيز سرا
سري عالمي علمي منطقي مناسبات برقراره شوي واي . ليکن له بده مرغه نه پخواني زوړ بنياد ،نه پخوانۍ زړه فلسفه او نه پخواني زاړه مناسبات نوي شول . په پيل کي ځيني مقدماتي بدلونونه رامنځته خو څرنګه چي په پخواني زاړه ترنګڼ کي اضافه لدي څه نه ځائيدل او نه زاړه قوتونه نوو بدلونونو ته اماده وؤ ،نو له همغه ابتدا څخه دفشار ساحه ايجاد او په تنګيدو شوه ، له يوي ورځي څخه بل ته واقعيتونو ،قانونمنديو او وضعي سياسي اقتصادي بڼه غوره کوله ،کهنه پرست او کانسرواتيف مرتجع قوتونو په لازم پوتنسيا ل ترلاسه کولو سره نوي بدلونونه پر شا وتمبول او دټولنيز ژوندپه مختلفو اړخونوکي دمختلفو شعارونو دبيرغ لاندي حادترين تضادونه ،مخالفتونه ، مقاومتونه او بيرحمانه تباهئ دوام لري او نړۍ په هندسي تصاعد زياتيدونکي سرسام آوره تعجيل سره دتباهۍ ګړنګ په لور کشوي ، ټول نوي قانونمند علمي بنياد ،نوي فلسفي او نوي تيورئ دزړو فلسفو او زړو تيورو دزړو بړستنو لاندي سا خپه پرتي دي او تر څو پوري چي نوي فلسفه دخبيثو قوتونو دباستيل څخه ازاده نشي ،ترڅو چي حقيقت او علم معيار دحقيقت ونه ګرځي او تر څوچي نړيوال سراسري علمي ،کلتو ري پروفسيوناليستي انقلاب بريالي نشي ، نړۍ ته به هيڅوک دقطعي نابودۍ څخه نجات ور نکړي شي .
شايد پوښتنه پيداشي چي فلسفه دنړۍ دبود و نبود ،دټولنيزژوند مختلفو اړخونو او انساني خير ښيګڼو پو ري څه اړه لري ؟ داجهان قانونمند پيدادي او په قانونمند کړوړو سره يواځي ټاکلي قانو نمند نتايج ترلاسه کيدلي شي او دتحريف او مسخ کيدو احتمال په کميږي . ځکه خو شيطاني قوتونه هڅه کوي واقعيتونه په خپل واقعي شکل برملا نشي او په خړو اوبو کی ماهيان ونيسي . په همدي خاطر ځينی فاسدي او حريصي کړۍ حتي هڅه کوي دعلمي ــ تخنيکي پرمختګونو مخنو ي وکړي تر څو لاسته راوړني ئي يواځي دهغوئ په کنترول کي پاتي شي ، په همدي خاطر د علومو او فلسفي اساسي مسايلو ،موضوعاتي نصا ب اومفردات ،دقضاياوؤ او فرضيو طرحي دعلومو دمتودولوژ ۍ او دتحقيقاتي موادو دذاتي اوصافو ، خواصو،نوع ،کميت او کيفيت سره تناسب او مطابقت و نلري .
د ننګر هار په ليسه کي زمونږ دعقايدو استاد ډير ځيرک او عالم انسان وؤ . صنف ته په داخليدو سره به ئي دري واري « العيا ذ باا لله » ويل او بيا به ئي دخداي « ج » دوحدانيت دثبوت په باره کي هر ډول پوښتني طرح کولي او هرچاته به ئی دازاد بحث موقع ورکوله . يوه ورځ ئي پوښتنه مطرح کړه چي که خدايان «العياذباا لله » دوه واي حتما ً به يو وخت پخپلو کي سره برخلاف او يوه به ويل زه دا نظام ړنګوم او بل به نه غوښتل او په نتيجه کي به دا نظام ړنګ شوي واي .
ما په ځواب کي وويل . زه وايم چي « العياذ باالله » خدايان دوه دي . په ابتداکي پدي سلا شول او دا نظام ئي جوړ کړ . کله چي دوئ «العياذ باالله » برخلاف شول او يوه دغه نظام ورانول او بل ساتل غوښتل ، څرنګه چي دواړه د کامل ذات او عين قدرت خاوندان دي ،ددوئ دواړو دمقابلي محصله صفر او نظام هم باقي پاتي دي . زما دغه پوښتنه ترنن ورځي پوري هم بي ځوابه پاتي ده .ساينسي علوم مثبت علوم اونتا يج ئی هميشه مشخص او ټاکلي وي . ليکن په عمل کي ډير وخت داسي پيښيږي چي عين قضايا مختلف متفاو ت نتايج ولري .
ددي علت کيدلي شي دمسايلو غلطه طرحه اوسي ، د تيوري او علمي ــ تخنيکي انکشافاتو عمدي تحريف او مخنيوي اويا د جمعي شعوري سطحي ټیټوالي . دي کي شک نشته چي په عمل کي شايد دقضایاوؤاو مسايلو سل په سلو کي ډير ودقيقو نتا يجو ته ضرورت نه اوسي او دټاکلو ضريبونو پواسطه نتايج دقناعت وړ وګرځي ،خو په تيوريکي مسايلو کي يواځي سل په سلو کي دقت او صحت لازمي او کافي شرط ګڼل کيږي . ځکه چي په تيو ريکي مسايلو کي که د يوه ميکرون په اندازه انحراف را منځته شي ، په عملي ساحه کي کيدلي شي هغه په عظيمه اشتباه او ګناه بدل شي . په نظرياتي قياسي استقرائی تحليلونو او نتيجګريو کي هم نظري انحرافات دکوم دقيق علمي روش او پرنسيبونو له مخي نه تعقيبیږي او په سترو اشاباهاتو منتج کيدي شي . په صحي مسايلو کي دفوقالعاده دقت سره سره چي چاری سرته رسيږي بیا هم دغه ډول اشتباهات کله چي دلسګونو ،او سلګونو زره انسانانو په تباهئ تمام ، وروسته له هغي لازم تدا بير نيول کيږي .همداسي تيو ريکي انحرافات حتي کيدلي شي په عملي ساحه کي د۱۸۰ درجو مخالف نتايجو سبب هم شي .
متماتيک ، فزيک ،کيميا ، بيا لوژي ،فزيو لوژي او ډير نور چي ساينسي او مثبته علوم ګڼل کيږي ، قوانين ئي کاملا ً يو تر بله او پخپله دهر علم په ساحه کي سره فرق لري . مثلا ً په فزيک کي د مخانيک ، نور ،ذروي ، کوانت ، ګراويتاسيون ، الکترومقناطيسي امواجو ،ساحه ، ذرات ، تشعشعات او نورو ساحو کي قوانين کاملا ً يو له بله سره فرق لري .علوم نن ډير تخصصي او په ډيرو کوچنيو څانګو ويشل شويدي . دمخه ما پدي موضوع بحث کړي وؤ چي ځانګړي علوم وجود نلري او اکثره پروسي او علوم په متداخل شکل سره وجود او جريان لري .دعلومو په دومره وسيع اوپراخ ديفرنسييشن او تداخل سره نن دهيچا دپاره ممکنه نده خپله ځانګړي علمي لار په مسلسل ډول تعقيب او تري ورکه نشي . فلسفي علم ددي څخه پرته چي د خداي دلوي علم يواځيني انساني ذهني خلف علم دي ، بل ستر رسالت ئي په صراط المستقيم دځانګړو علومو رهنمائي او د ګمراۍ څخه دهغوئ ساتل ګڼل کيږي . دغه رسالت ، موقف ، موضعګيري او علمي کيفي ارزش له نيکه مرغه فلسفي د اسلام دظهور څخه وروسته حاصل کړ ځکه چي دين اصلا ً يواځي داسلام څخه وروسته د علم په واقعي مفهوم او معنا علمي ماهيت پيداکړ . پدي توګه يواځي دفلسفي په لمن کي ، يواځي د فلسفي قوانينو او ديالکتيکي هر اړخيز وجدي متودولوژيک روش له مخي ممکنه ده ټول علوم په ارګانيک انتګراسيون سره په سراسري جامع منطقي قانونمندۍ واوړي او په زړه پوري علمي سيستم ايجاد او برقرار شي .
خو له ډيره بده مرغه نه نړيوال د تعصب او تنګنظرۍله مخي ددغه حقيقت منلوته حاضرشول اونه اسلامي محققين او علماء پدي قادر شول چي داسلامي فلسفي دنوي کيفي علمي ماهيت څخه په استفادي سره زړه فلسفي بناء ړنګه او په نوي علمي بنيا د هغه اباده کړي . بر خلاف هغوئ پخپله دزړو فلسفو په زنګ وهلو کړيو او انحرافاتو کي راګير اود اسلامي فلسفي علمی حقايق او ارزشونه ئی مکدر کړل . د خداي دذات او صفاتو په باره کي ئي د مشکوکو تعبيرونو ، تفسيرونو او اظهاراتوله مخي اسلامي امت او ټول نړيوال په شک او ترديد کي پري ايستل او پخپله همدوي د خداي دذات او صفاتو په باره کي تخيلي او تصوري طرحي ، تيور ئ او نظرئي وړاندي کړي . حال داچي خداي لوي ذات دي ، دانسان په شعوري طيف کي نه ځائيږي اودخداي لوي ذات دانسان دپاره هيڅکله مسخر نشي ګڼل کيدلي او نه دهغه په مقدراتو کي راتلاي شي نو ځکه انسان دهميش دپاره دخداي دذات او صفاتو دمعرفت څخه عاجز دي . پدي باره کي هيڅ ډول تخيلي او تصوري تيوري ګاني هيڅ نوع ګنجايش او مورد نشي لرلي او نه بايد څوک دا ډول بي ځايه هڅي وکړي .
داستاد څخه دپوښتني په وخت کي که زه پوهيدلي چي دخداي دذات او صفاتو او نورو معلوماتونو په باره مادي قوانين قابل دتحقق او پذيرش ندي ما به هيڅکله داډول مشکوکه او اغواګره پوښتنه نه وي مطرح کړي .زما په عقيده مونږ چي قادر نه يو په عالم الاسباب کي ټول موجوده حقايق عملا ً وپيژنو ،څه ډول ممکنه ده خداي دکامل حقيقت په حيث په ټوله معنا او مفهوم وپيژندل شي ؟ انسان خپل خداي يواځي دخداي د بي ساري خلقتونو له مخي پيژ ندلي شي . دخداي پيژندنه زما په نظر همدومره ضرور ده چي کامل ايمان پري ولرو ، طاعت او عبادت ئي وکړو او دخداي داحکامو له مخي داجهان دومره وپيژنو چي په قانونمند ډول زمونږ دهراړخيزي استفادي وړ وګرځي .
تر اوسه پوري چي دپوهانو کوم فلسفي نظريات ما لوستي دي ، ډير نامتو فيلسوفان هم چي په کومي موضوع ئی عقل کار ندي کړي ، ددي په عوض چي په خپله ناپوهۍ اعتراف وکړي ، ځان پوه کړي او وروسته له هغي خپل تحقيق ته دوام ورکړي او دبي منطقه غير علمي استدلال څخه تيرشي بر خلاف په تجاهل العا رفا نه سفسطو ، اوتو بوتو ، مبهمو او مهملو عباراتو ، تيوريو او انحرافاتو شروع کوي او د هغوئ دغه کړه وړه پخپله د هغوئ د ناپوهۍ او بي منطقۍ عامل ګرځي او په مجموع کي فلسفي بهير نه جبرانيدونکي زيانونه ګالي . دپورتني بحث څخه وروسته په لږ سوچ سره مونږ دي نتيجي ته رسيږو همغسي چي خداي پدي لوي جهان کي سيال او شريک نلري ، همغسي چي جهان واحد او نه تقسيميدونکي دي ،همغسي چي جهان د خداي د واحد دواحدي قانونمندۍ له مخي پيدا ،پائي او تحول او تکامل کوي فلسفه هم دخداي د لوي علم د يواځيني خلف په حيث په خپل قلمرو کي ملو ک الطوا ئيفي نه مني او بي له شکه د فلسفي ، علم ،منطق او خداي لار يوه ده . پکار دادي همدغه لار ونيسو او تر مقصود منزله ځانونه ورسوؤ .