کور / شعر / سرزوره منطق ـ منظوم نکل

سرزوره منطق ـ منظوم نکل

حاجي ګل ماد اکا پښېمانه
له اوږد سفره ؤ ستومانه 
کړوپه يې ملا ږيره يې اوږده
امسا په لاس کې ې لړزېده
سو د خوريي کره مېلمه 
غواړم ول چای او تشلمه
د کور ماشوم سو په ژړا 
آواز يې جګ سو د غوغا 
ګل ماد ويل چي ولي ژاړي؟ 
ورکړئ هر څه چي هغه غواړي 
بخښنه وغوښته کوربه
ويل نانی غواړي شوده 
ژر ژر يې ورکړئ ويل اکا 
چي نوره بس کړي دا ژړا 
لږ خاموشي خو بيا ژړا سوه 
د ماشوم بيا پورته غوغا سوه 
ګل ماد ويل بيا ولي ژاړي؟ 
دغه هلک نور څه شی غواړي؟
کوربه ويل شودې نه غواړي
غواړي مستې او راته ژاړي
مېلمه ويل هرڅه چي غواړي
ورکړئ مستې که هغه غواړي 
لږ خاموشي خو بيا غوغا سوه 
د ماشوم بيا جګه ژړا سوه 
ګل ماد ويل بيا ولي ژاړي؟ 
دغه هلک نور څه شی غواړي؟ 
کوربه ويل چي شلومبې غواړي 
په مستو ګډي شودې غواړي
اکا ويل چي ژر يې ورکړئ
ګډي مستې شودې لږ ژر کړئ
لږ خاموشي خو بيا ژړا سوه
د ماشوم بيا پورته غوغا سوه 
مېلمه ويل اوس څه شی غواړي؟ 
هلک بيا ولي داسي ژاړي؟
کوربه ويل چي اوس وای راکړئ
بېرته مستې شودې جلا کړئ
پيرويل بيلي کړئ چي وايي 
ورکړئ هر څه چي هغه غواړي
کوربه په دې منطق حيران سو
بيا و خپل ځان لره ګويان سو
طفل ګونګی که پير ناطق وي
چي څوک سرزوره بې منطق وي
قانع کول يې دي بېکاره
سه له رضا څخه ې بېزاره

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۱مه نېټه، بون
________________________________________

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه