د ارواښاد پوهندوی استاد بایزید اڅک د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام
۱۳۹۵-۱-۲۶ کابل افغانستان
په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبی نومیالی او پیاوړی ژبپوه دکابل پوهنتون استاد پوهندوی بایزید اڅک د ورپیښی ناروغی له امله په حق ورسید. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
ا رواښاد استاد اڅک د يو پياوړي ، تکړه ژبپوه او ښه استاد په توګه د قدر وړعلمی او فرهنګي چاري تر سره کړي وي او نوم به ېي د افغان پياوړو علمی شخصیتونو او فرهنګيپالانو په منځ کې تل پاتي وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد استاد اڅک مړينه يوه لويه علمی فرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (ج) څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني،علمی کړیو، دوستانواو خواخوږو ته ئی جميل صبر غواړي.
په درنښت
والسلام
الحاج جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر