د ملي امنیت لوی ریاست وايي چي موظفینو يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتوونکو یو تن مشر محمد افضل چې په تورن جنرال پیکار مشهور دی د یوې مېرمنې په ګډون دده د ډلې له پنځو تنو غړو سره باالفعل له ۲۳ میله بېلابېلو وسلو، دوه تنډرا او بنز ډوله موټرو، جعلي پاڼو، پوځي جامو او سپینو پاسپورتونو سره نیولي دي.
لراوبر ته دملي امنيت له لوی رياست څخه په راغلي خبر کي ويل سوي چي وموړي هوډ درلود؛ د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مولوي نسیم شفق سره له اړیکو په ګټنې د پروان ولایت په مرکز کې په سړي تښتوونو، ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کړي.