کور / تازه خبرونه / يوسف رضا ګيلان: د افغانستان په پياوړتيا كي زموږ ګټه ده

يوسف رضا ګيلان: د افغانستان په پياوړتيا كي زموږ ګټه ده

 
د امريكا د خارجه چارو مرستيال وزير ريچارډ باوچر په اسلام آباد كي د پاكستان له صدراعظم سره وليدل او د پاكستان، افغانستان او امريكا پر اړېكو، دترهګرۍ خلاف جنګ، په قبايلو كي د روانو عملياتو او يو لړ اقتصادي ستونزو په اړه سره وږغېدل.
صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي حكومت يې يوازي دهغو طالبانو سره خبرو ته حاضر دئ، چي وسلې كښېږدي، د ترهګرو سره به خبري نه كېږي، د ترهګرۍ پر خلاف جنګ كي د پاكستان ګټه ده او هيچا ته به اجازه ورنكړي چي دغه خاوره د ناپاكو مخو دپاره وكاروي.
يوسف رضا ګيلاني وويل په افغانستان كي د يوه مستحكم حكومت په جوړېدو كي د پاكستان هم ګټه ده.
نوموړي له ريچارډ باوچر څخه وغوښتل چي پاكستاني صناعت ته په امريكايي بازارونو كي دخرڅلاو زمينه برابره كړي.

تبصره نسته

  1. دا چې غوښتنې څه دي، سياست څه دى او روان څه دي زيات توپير سره لري. هغه څه چې نن روان دي دا دي چې پښتانه له يوه سره له جګړې سر مخ دي او تر ټولو زيات په دې جګړه كې پښتانه وژل كيږي، مينې او شتمنۍ يې له منځه ځي ښوونځي، سړكونه او نور عام المنفعه تاسيسات يې ړنګيږي،پښتون ځپل كيږي، ژوبل كيږي او كمزورى كيږي.سياسي لوبه روانه ده خو په دا منځ كې پښتون مشر او پښتون اجنډا وركه ده، له پاكستان او امريكې سره نه د افغانستان د پياوړتيا غم شته او نه د كمزورتيا او ګېله ترې هم نشته، ځكه هغوى خو خپله ښكاره دښمني له پښتنو سره اعلان كړې او په اثبات رسولې ده، د خواشينۍ ځاى دا دى چې خپله پښتانه مو د دښمنانو په وسلو وژني او اوس به د هغه وردګ ماما جهاد ته څه پرتوګ اغوندو چې د پنجشيري بسم الله خان په وسلو مو وژني. ځكه د دښمنانو په سخاوت باور نشته، د دوى سخاوت هم د دښمنۍ له پاره وي، لكه څنګه چې د بسم الله خان سخاوت د وردګو له پاره له ښه نيت څخه نه دى او په وردګو كې د جګړې د اور بلولو په هدف او له وردګو څخه د امريكې پر مټ د انتقام اخيستلو په هدف دى همدا رنګه د هر پاكستاني چارواكي پيرزو پر افغانانو يوازې د تمساح اوښكې تويول دي او عملاً چې ګورو تيشه د افغانستان په پښه وهي.