نن (۱۳۹۴ د حوت دوهمه) د کندهار د نازو انا او د فاضل کندهاري په لیسو کي او دغه راز د ویسا په اکاډمي کي د ماشومانو د ځانګړو کتابونو ۳۰۰ ټوکه ووېشل سول.
دغه کتابونه هالنډ مېشتي افغان مختار احمد احسان ژباړلي دي چي څو میاشتي تر مخه د افغان ښووني او روزني مؤسسې (اې، اِي، ايف) چاپ کړل. دغه مؤسسې د (۱) زما سوی، (۲) فټبالر، (۳) کره کي سپی، (۴) سره زر او (۵) د نړۍ اووه عجایبي آثار څلور زره ټوکه چاپ کړي دي او په پلان کي لري چي د کندهار د ټولو ښوونځیو پر زده کوونکو يې ووېشي.
لومړني څلور کتابونه ښوونیز داستان لري چي د موضوع اړوند انځورونه هم پکښي سته. علاوه پر دې د ژباړن له خوا سوالونه او جوابونه ور اظافه سوي دي، څو د زده کوونکو لپاره ګټور تمام سي.
د افغان ښووني او روزني مؤسسه Afghan Education Foundation د تقریباً ۱۵ کالو راهيسي په امريکا کي د مېشتو افغانانو په مالي مرسته په افغانستان کي وړيا ښوونيز او روزنيز خدمتونه کوي. په دې موده کي د اې، اِي، ایف له برکته اکثره بې وسه افغان کوچنيانو او ځوانانو ته د انګلیسي ژبي د زده کړي، کمپیوټر زده کړي او نورو مضمونو د وړيا زده کړو اسانتيا برابره سويده او دا لړۍ اوس هم ادامه لري.
اړوند خبرونه:
اې، اِي، ایف د پنجوايي په ولسوالۍ کي پر ماشومانو کتابونه ووېشل