د ډيورنډ كرښه نشته نور مونږ كولې شو چې د ډيورنډ كرښې پورې غاړه هم خپل دښمن په نښه كړو دخپل ځان دفاع وكړو اوپه پاكستان كښې دخپلو پښتنو وروڼو دفاع وكړو چې تر ظلم او وحشت لاندې دي دغه دافغان ولس مشر هغه څرګندونې دي چې دافغانانو ددښمنانو خوبونه يي وتښتول او افغانانو ته يي دڅو كالو وروسته په لومړني ځل ريښتنيى حالات څرګند كړل .
[ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور د پولي هاغه غاړه کوو]
افغان ولسمشر حامد کرزی : |
دغه يو حقيقت دى چې دافغانستان ګاونډيانو په هيڅ حالت كښې افغانستان په ارام ندى پريښودلۍ دغه خبره وټوله نړي ته څرګنده ده كه د ذولفقار على بوټو دور وه اوكه بيا دستر جنايتكار جنرال ضياالحق دور وو او كه بيا پر له پسيي دپاكستا ن بدليدونكي رابدليدو نكي حكومتونه دي هيڅ كله نه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي خو بايد په افسوس سره وويل شي چې دافغانستان په بر بادۍ كښې افغانانو په خپله هم د دښمن ملاټينګه كړيده او اوس يي هم ټينګوي دفرنګي لخوا دتپل شوې كرښې چې دافغانانو يو وجود يي سره دوه كړيدى دواړو خواوو ته ميشت افغانانو ددې پرځاى چې خپله دفاع وكړي تل دنورو ددفاع لپاره يې سرونه وركړيدى او اوس هم لګياددى چې دپنجاب دګټو لپاره خپل وروڼه قربان كړي .
د پښتو ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
كله دطالب په نوم او كله دمجاهد اوكله په بل نوم د پنجاب داستعماري قوتونو لاس پوڅو خپل عمل جارى ساتلى دى او غواړي چې افغانستان يوځل بيا دپنجاب تر استعمار ګرۍ لاندې راولي او هلته پوداسى ګوډاګۍ حكومت رامنځته كړي چې په هغه كښې افغانان هيڅ واك او حيثيت ونلري مونږ او تاسو وليدل چې دطالبانو په نوم حكومت چې په ريښتينې بڼه دپنجاب دپوځ او استخبارلاتو په لارښودنه او مرسته رامنځته شوى وه او كه چرته دغه خبره وكړو چې په كابل كښې دپاكستاني استخباراتو اّئى ، ايس اّئى حكومت وو نو غلطه به نه وي بيا چې كله نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله نو بيا دغه ټول خلك چې دپنجاب پرلار ښودنه افغانستان ته تللى وو بېرته راوغوښتل شول او دلته د پښتنو په غاړه كښې ورواچول شول د كندز څخه په الوتكو كښې ددغه ګاونډي هېواد سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شول خو بيا هم پنجاب خپله تګلاره بدله نكړه اوددې پرځاى چې دنړيوالې ټولنې او ملګروملتونو پريكړو ته يي هركلى كړى واى خپله ناروا او له شرمه ډكه تګلاره ته دوام وركړ او ټول ترهګر او بنسټپال قوتونه چې په هغه كښې ازبك چيچن او نور دپرديو هېوادونو ايستل شوى كسان شامل وو په وزيرستان كښې ديره كړل او ورو ورو يې تر ټاكل شوي پلان لاندې په ټوله پښتو نخوا وطن كښې خوار ه واره كړل او ترهګرۍ په ضد جګړې په نوم اخستونكې مرسته ددې پرځاى چې په سيمه كښې دترهګرۍ مخه ونيسى وسله وال قوتونه په وسلو سمبال او وروزل او يو خواته يې دنړيوالې ټولنې سره داتحادي په نوم دهمكارۍ پروپاګنډه پيل كړه او بلخواته يې دپښتنو افغانانو دوژنو لړۍ په هم پخواني شكل كښې جاري وساتله دپنجاب استعماري قوتونو او دهغو استخباراتي ډلو وسله والې ډلې دټولې پښتونخوا تر كوڅو كوڅو پورې ورسولې او دپښتود ديني عالمانو قومي مشرانو او پوهانو وژنه يي په مختليفو نومونو دوام وركړ او ددې سره سره يې په افغانستان كښې وسلواله مداخله جاري وساتله او چى تراوسه دوام لري او په ځانګړې توګه پنجاب دافغانانو دوژلو ترڅنګ دپښتنو افغانانو دتعليم پرضد پلا ن عملى كوي چې دهغه ثبوت د ډيورنډ كرښى دواړو غاړوته دښوونځيو سوځول شامل دي.
د دري ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
دترهګرۍ په ضد جګړه چې اوس يوه ټوكه جوړه شوي ولې چې په ټوله پښتنى سيمه كښې دوسلوالو قانون چليږي خو واكمن يې يواځي ننداره كوي ، دسپتمبر تر يولسمه له مخې چې كوم پلان د ډيورنډ كرښې دې غاړه پښتونخوا كښې عملى كيده دبيلګې په توګه دپښتنو قبيلې په خپل منځ په جګړو اخته كول او پښتانه په خپل منځو كښې يو په بل وژل يو لږ څه تو پير وموند او دغه پلان دطالب په نوم د پنجاب ددويم عكس په نوم پيل شو اوس راځم د افغان ولس مشر وروستى څرګندونو ته چې د ډيرو څيرې يې پربنډې كړې هغه پدې معنى چې په پښتونخوا وطن كښې ملتپال ګوندونه چې هغه يو پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ي اوبل يي دعوامي نيشنل ګوند دى ددغو دواړو ګوندونو مشران دهغواتلانو ځا من دي چي د لر او بر افغانانو په شمول نړۍ يې په تاريخ وياړي په پښتوكښې يو متل دي چې دجنګ خبرې خوږې خو ساعت يې تريخ دي، اوس خبره ريښتني ډګرته راووتله افغان ولس مشر وايي چې افغان سربازان به د خپلو دښمنانو دله منځه وړلو لپاره د ډيورنډ كرښې غاړه پورې غاړه ته وليږي كه چرته دغه خبرې عملى كېږي نو دپښتنو دغه دواړه ګوندونه چې هر وخت دلر او بر افغان خبره كوي او وايې چې لر او بر يو افغان په كومه لاره تګ خو ښوي ايا دغه ګوندونه به دافغان سربازانو په وړاندې درېږي او كه به يې په غاړو كښې دګلونوهارونه وراچوي او ورسره مرسته همكارى به كوي اوس به لږ رڼا ددواړو ګوندونو پردريځ واچوو هغه لكه چې كله افغان ولس مشر وروستۍ څرګندونې وكړې نو ددې په سمدستي توګه په غبر ګون كښې دپاكستان ورځپاڼو مطالب خپاره كړل او هر سياستمدار تر خپل وس پورې دافغان ولس مشر څرګندونې وغندلې دپنجابى سياستمدارانو ترڅنګ دسرحد ( پښتونخوا) حكومت چې دعوامي نيشنل ګوند په مشرۍ جوړ دى نه يوخواته په اسمبلۍ كښې دافغان ولس مشر دڅرګندونو خلاف قرارداد وړاندې او پاس كړ بلخواته يې دافغان ولس مشر څرګندونې دپاكستان په كورنيو چارو كښې مداخله وبلله د سرحد په ايالتي اسمبلۍ كښې دعوامي نيشنل ګوند غړي ميا افتخار حسين چې د اطلاعاتو وزير هم دى اسمبلۍ ته دافغان ولس مشر دڅرګندولو د غندلو قراردادوړاندې كړ او ددې برسيره يې په مطبوعاتي اعلاميو كښې دافغان دولت په ضد سختې خبرې وكړې ددغه ګوند يوه بل غړي بشير احمد بلور چې دپښتونخوا په اسمبلۍ كښې د عوامي نيشنل ګوند پارلمانى مشر دى هم دافغان ولس مشر وروستۍ څرګندونې
ناسمې وبللې تر دې څو ورځې وړاندې دعوامي نيشنل ګوند يوه بل لوړ پوري غړي ارباب ايوب جان په يوه مطبوعاتى اعلاميه كښې چې د پښتونخوا صوبې ټولو ورځپاڼو خپر ه كړ ه څه داسې څرګندونې كړيدى.
افغان مهاجر چې يو خواته دصوبه سرحد په وږو دروند بوج دى بلخواته يې صوبه سرحد ثقافت او كلتور ته سخت زيان اړولى دى افغانانو زمونږ كلتور خراب كړيدى.
مونږ نه پوهيږو چى ايالتي وزير څوكۍ تر لاسه كولو وروسته اوس افغان پاته شويدى او كه نه ولې چې كله په حكومت كښې يې برخه نه درلوده نو افغان وو خو چې كله دايالتي وزير څوكۍ يې تر لاسه كړه نو دافغانيت څخه منكر شو اوپه افغانانو پسې يې سپكې سپورې پيل كړې په صوبه سرحد \” پښتونخوا\” كښې د كويټې خلكو ته هم مهاجر ويل كيږي او دعوامي نيشنل ګوند غړي په خپله هم دبر افغانستان دكډوالو لپاره دمهاجر لفظ بيخاره استعمالوي نو ددې څخه داسي څرګنده ده چې افغان دولت بايد دغه تمه دعوامي نيشنل ګوند څخه ونه ساتي چې ګواكې عوامي نيشنل ګوندبه د افغان دولت ملاتړ وكړي ، عوامي نيشنل واك ته رسيدو سره سم دلسو زرو پښتنو قاتل مولانا صوفى محمد خوشۍ كړ مولانا صوفي محمد هغه كس دى چې دايتلاف دراتګ په وخت يې لس زره كسان دپښتونخوا څخه و افغانستان ته دجهاد په نوم بوتلل په خپله بيرته راغلى خو هغه لس زره كسان چې پكښې زياتره سپين ږيري وو د رشيد دوستم دمليشې په لاس وركړل چې پكښې ځينې را وتښتيدل او ځينې ووژل شول او ځيني تر اوسه بې دركه دي او دهغه وخت حكومت مولانا صوفي محمد ځكه بندى كړى وو چې دپښتونخوا اوسيدونكي ورته ډېر په خشم وو او حكومت له ويري دى زنداني كړ اوله مرګ څخه يې وژغورلۍ او ددې تر څنګ يې په سوات او نورو سيمو كښې د سولې دتړون په نوم وسلوالو ته اجازه وركړه چې خپل عمليات جاري وساتي ولې چې دسولې دتړون وروسته هم وسلوالو خپل عمليات جاري ساتلى دى او هره ورځ خلك وژني اوښوونځيوته اورونه اچوي او هم دغه شان په وزيرستان كښې دقومي مشرانو وژنه ښه په درز روانه ده دغه كردار دعوامي نيشنل ګوند دحكومت ددې لنډې مودې دى خداى دي خير كړي چې مخته به څه كيږي وسلوال يې تر پيښور پورې راورسول د وسلوالو سره دسولې لوظنامه يواځي ددې لپاره چي په اّزادانه توګه داستخباراتو لوبه جاري وساتل شي او دپښتنو مرګونه هم دغه شان روان و اوسي دعوامي نيشنل ګوند ايالتي صدر افراسياب خټك ددي پرځاى چې پرپنجاب دوسلوالې لاسوهنې بندلو غږ وكړي دافغان حكومت څخه د زغم غوښتني كوي اوس به راسو دپښتونخوا ملى عوامي ګوند كردار ته چې دوي څه كوي دمحمود خان اڅكزي په مشرۍ دپښتونخوا ملى عوامي ګوند په پښتونخوا وطن او افغانستان كښې دپنجابى استعمار او دهغه داستخباراتي ډلو وسلواله لاسوهنه د ولس په وړاندې بر بنډه كړې او په كلكه يې غندلې ده چې هغه ثبوت دښاغلى محمود خان اڅكزي دپاكستان په پارلمان كښې دبرملا څرګندونو څخه په ډاګه كيږي په سهيلي پښتونخوا كويټه كښې دپښتون او افغان ترمنځ توپير ختم كول اوافغانان يو وجود بلل او دبرافغانستان څخه راكډه شوي وروڼه د ګوند په ليكو كښې ځاى په ځاى كول دپښتونخوا ملى عوامي ګوند د كردار يو سپيڅلى صفت دى دطالبانو دواكمنۍ پرمهال په ډاګه ولس ته ورښودل چي دغه دپنجاب يو استمعارى پلان دى اوپه افغانستان كښې جګړه داسلام په نوم نه بلكې دپنجاب داستعماري حكومت رامنځته كولو په نيت روانه ده پدي لړ كښې پښتنو افغانانو ته لارښوونه كول او پښتانه پدې خبره پوهول چې د ډيورنډ كرښه فرنګى يوه تپل شوي كرښه ده د پښتونخوا سياست په ډاګه كوي دافغان ولس مشر دڅرګندونو ملاتړ او دحكومت څخه په افغانستان كښي دمداخلت بندولو غوښتنه ددغه ګوند كردار په ډاګه كوي پښتونخوا ملي عواملي ګوند دسولې هيڅ داسي تړون نه مني چي هغه په افغانستان كښې بربادى ته لاره هواره كړي او حكومت څخه يې وار په وار غوښتنه كړيده چي دپښتونخوا وطن څخه دي ټول بهرني ترهګر په سمدستي توګه وايستل شي اوپه قبايلي سيمو كښې روانه داستخاراتو لوبه بنده شي،
اوس نو قضاوت افغانان په خپله كولي شي چې دعمل په ميدان كښې څوك ولاړ دي دكرزي بيان هرڅوك وتلل او هرڅوك په عملي توګه ښكاره شو چي څوك څه غواړي عوامي نيشنل ګوند هم ښكاره شو او پښتونخوا ملى عوامي ګوند هم نور پردې دبحث كولو ضرورت نشته په اخر كښې بايد يوځل بيا وويل شي چي تر څو د ديورنډ كرښي دواړو غاړو افغانان يو موټۍ نشي ترهغو به دافغانانو مسئلي هم دغه شان جاري وي اود وينو ډګر به تل داسي تود پاته وي.
امريكا پر ډيورنډ پوله د بريد ويډيو خپره كړه – وېډيو – [ سروش]
دپاكستان دال خورو ته زمونږو افغانانو وطن اباد كړلو.همدا زمونږ خوار ولس وه چې خپل يي ورانولو خو د دال خورو چې څلوريشت ساعته يې كلمې له *** ډكوي كورنه يي په خپلو سرمايو او شبري ځواك سره اباد كړل. دوې په كومو ستر ګو وايي چې افغانانو زمونږ كلتور خراپ كړي دي ايا ددوې دناستي پاسې او خوړوپورې ژوند خو مونږ ورسم كړلو دا نمك حرامه چې افغانانو يې دخپلو سرونو او خپل هيواد د ورانولو په بدل كې د ښځو خختګونه د روسانو څخه وساتل بايد دافغانانو ښپوته ځانونه قربان كړي خو په ډير افسوس سره چې دا حراميان چې نيم سم يې دافغانانو د*** نه پېداشوي دي پۀ داسې سپكو ويلو خوله خلاصوي
كرزي صيب څنګه داسې زړه وكړ، كه چيرته هغه تل دا ډول رښتيا او په ډانګ پيلې خبرې وكړي كيداى شي چې په هېواد كې سوله راشي او كرزي صيب پخپلو خبرو ټنګ ودريږي، په ملك كې سوله راځي.
كرزي زنده باد
مرګ د وي په پنجابيانو او د هغوى په مزدورانو