په وزيرستان کې د ځايي وسله والو طالبانو مشر بيت الله مسعود د شنبې په ورځ ويلي دي دى چې له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې پاي ته رسوي . بيت الله مسعود ويلي دي چې د سولې دغه دريځ ته ځکه دپاي ټکى ږدي چې پاکستاني پوځ د دوى په ضد پر له پسې له پوځي ځواکه کار اخلي .
دا څرگندونې په داسې وخت کې شوي چې پاکستاني پوځ پېښور ته نژدې په خيبر دره کې د اورپکو پر ضد عمليات پيل کړي دي . رپوټونه وايي چې پاکستاني پوځ خيبر درې ته تلونکې لويه لار تړلې او په غرونو کې يې د اورپکو مورچلې په توپونو ويشتي دي . د بيت الله مسعود له وسله والو طالبانو سره د پاکستان دنوي حکومت د سولې خبرو اترو او تړونونو لويديځ او کابل اندېښمن کړى و . په دې وروستيو کې نړيوالې ټولنې او امريکا په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره دپاکستان حکومت په خبرو اترو انديښنه ښودلي او ويلې چې د دغو تړونونو له امله د افغانستان په ختيځ کې په افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونه ډير شوي دي . وزيرستان ته ورڅيرمه د افغانستان د خوست او پکتيکا واليانو هم څو ځلي ادعا وکړه چې په وزيرستان کې د پاکستاني مقاماتو او ځايي طالبانو د سولې تر تړون وروسته پر دوى بريدونه ډير شوي دي چې له پولې پورې غاړه طالبان پکې برخه اخلي .
داسي رپوټونه هم خپاره سوي چي په باجوړ كي پوليټكل چارواكو اضطراري حالت اعلان كړى و او په رغتونونو كي يې د پېښېدونكي جګړه كي د ټپيانو دپاره تيارى نيولى و.