په لغمان کې شا و خوا ۱۲۰۰ سوه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او ۲۴ تورن کسان ونیول شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د ځانګړو لار ښوونو او د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبینو پر وړاندې په جدیت او قاطعیت سره د عمل کولو پر اساس نن د غصب د مخنیوي کمېسیون د مهترلام بابا په دښته کې شا و خوا ۱۲۰۰ سوه جریبه دولتي ځمکه چې د غاصبینو له لوري غصب شوې وه او کورونه پرې جوړ شوي ول، د غصب کوونکو له منګولو خلاصه او کورونه یې ور ړنګ شول، چې د یاد رقم زیاته برخه یې د اراضۍ په ادارې او پاتې نوره یې د ښوونکو د ښار ګوټي پورې تړلې ځمکه وه.
د غصب د مخنیوي کمېسیون په داسې حال کې چې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزی او حاجي عبدالعزیز، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نورالله قادري، د ملي امنیت ریاست لومړی مرستیال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او نور چارواکي هم ور سره ول د مهترلام بابا په دښته کې هغه دولتي ځمکې چې د یو شمېر کسانو له لوري په زوره غصب او کورونه پرې جوړ شوي و، د غاصبینو له منګولو خلاصې او ۲۴ تورن کسان یې په جرم د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.
عبدالجبار نعیمي د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته جدي لارښوونه وکړه چې په ټول لغمان او په خاصه توګه د مهترلام بابا په دښته کې د غصب په مخنیوي او د غاصبینو په نیولو کې په قاطعیت سره عمل وکړي تر څو په راتلونکي کې د شاهي کانال د پروژې په تطبیق کې چې له همدې دښتې به په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي، خنډونه را ولاړ نشي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د ولایت مقام په پرلپسې غوښتنو او ټینګار د هېواد ولسمشر په ننګرهار کې د لغمان د ولسونو سره ژمنه وکړه چې د شاهي کانال پروژه به په نېږدې راتلونکي کې پلې کوي، نو وړاندې تر دې چې د یاد کانال چارې پیل شي باید په مسیر کې یې هیڅ راز ستونزه وجود و نه لري.
د یادونې ده چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبینو د نیولو دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او ټولې هغه دولتي ځمکې چې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د غاصبینو له لوري غصب شوي، بېرته تر لاسه شي