د کاپيسا ولايت د دارالعلوم د جوړولو قرار داد د شنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت او د اسلامي کنفرانس د سازمان ريس تر منځ لاسليک شو. دغه دارالعلوم د څلور جريبه ځمکېه کې د اوه سوه نه څلويښتو زرو امريکايې ډالرو په لګښت د اتو مياشتو په اوږدوکې جوړيږي .
د پوهني وزير محمد حنيف اتمر ويلې چې دغه مرکز دوه زرو زده کووونکې ځايولاي شي اوپه عالي اسلامي معيارونو هغوې ته زده کړې ورکول کيږي. د پوهنې وزارت د چارواکو په وينا ددغې پروژې په بشپړيدو سره په افغانستان کې د شپارړس دارلعلومو د جوړولو کار بشپړيږي.